افغانستان: د ناټو غونډه کې پر پاکستان د فشار غوښتنه کوو
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډه چې چارشنبې (۲۸ جون) جوړېږي، د دوی اصلي غوښتنه پر پاکستان فشار راوړل دي چې پر خپله خاوره له ترهګرو سره جدي چلند وکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه چې په افغانستان کې د نا امنیو او تاوتریخوالي له ډېرېدو سره هم مهاله ډېره ورته مهمه ده.
په دغې غونډې کې د افغانستان استازیتوب د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي کوي.
طارق شاه بهرامي وايي، "بايد د ترهګرو په مقابل کې په ځانګړې توګه له سياسي اړخه پر پاکستان فشار راوړل شي چې پاکستان په عمل کې د ترهګرو پر وړاندې خپل اقدامونه جاري وساتي".
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د آیساف دنده په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسېده او له هغې مودې راپه دېخوا په افغانستان کې میشت د ناټو پوځیان یواځې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ دنده پر غاړه لري.
دا مهال په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ په چوکاټ شاوخوا ۱۳۰۰۰ د ناټو پوځیان شته چې موخه یې د افغان پوځیانو روزنه او له هغوی ملاتړ کوي.
په وروستیو کې د کابل په ګډون د افغانستان د ډېری سیمو امنیتي حالت خراب شوی چې دغې چارې د افغان حکومت نړیوال ملاتړي هم اندېښمن کړي دي.
په همدې حال کې د امریکا د فاع وزارت لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ له خپل افغان شریکانو او په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ هڅو د ارزونې لپاره کابل ته سفر کړی دی.
دغه امریکايي لوړپوړي پوځي چارواکي داسې مهال افغانستان ته سفر کړی چې د وسله والو طالبانو سره د مبارزې په موخه به تر راتلونکو څو اوونیو د امریکا حکومت تګلاره هم اعلان شي.
ښاغلی رادمنش وايي د دغه امریکايي جنرال سفر افغانستان کې د ناټو هڅو او ترهګرۍ سره مبارزې ته کتنه ده.
که څه هم امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د ډېرولو او شمېر په اړه لا تصمیم نه دی نیولی خو ځينو سرچینو ویلي پنتاګون غواړي له دریو تر پنځو زرو نور پوځیان افغانستان ته ولیږي.
تر اوسه لا روښانه نه ده چې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان جګړې لپاره د اضافي پوځیانو د لېږلو په اړه څه تصمیم ونیول شي، هغه جګړه چې له شاوخوا ۱۷ کلونو راپه دېخوا پیل شوې خو راتلونکې له هم پېچلې او نا معلومه ده.