BBC
 شاته

د کوټې ناهیده اڅکزۍ: ما به له هلکانو سره تمرین کاوه

ناهیده اڅکزۍ وايي، یوازې پلار یې ور سره ولاړ و او د هر چا مقابل کې یې د دې ملاتړ کاوه. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ناهیده اڅکزۍ وايي، یوازې پلار یې ور سره ولاړ و او د هر چا مقابل کې یې د دې ملاتړ کاوه.

ناهیده خان اڅکزۍ د بلوچستان په مرکز کوټه کې زېږېدلې او لویه شوې. دمګړۍ د ښځو کرېکټ نړیوالې اتلولۍ کې د پاکستان ملي لوبډله کې لوبېږې.

نوموړې لومړنۍ پاکستانۍ لوبغاړې ده چې په انګستان او وېلز کې روان کرېکټ نړیوالو اتلویو کې یې د سوېلي افریقا په مقابل کې د پاکستانۍ لوبډلې په لومړنۍ سیالۍ کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې دي.

ښۍ لاسې او لوبه پرانیستونکې ناهیده خان اڅکزۍ په ۱۰۱ توپونو سره ۷۹ منډې، ۹ څلوریزې او یوه شپږیزه په داسې مهال جوړ کړې کړې، چې د پاکستان ویکټې یوه په بلې پسې لوېدله.

له دې مخکې ناهیده خان اڅکزۍ د ایرلنډ په مقابل کې ۷۲ منډې جوړې وې چې تر ټولو ډېرې بلل کېدې.

که څه هم پاکستان د ښځو په دې نړیوالې اتلولۍ کې لومړنۍ سیالي سوېلي افریقا ته وبایلله، خو د ناهیده خان د ښه توپوهلو په مقابل کې یې دغه هېواد ته ۲۰۷ منډې هدف ټاکلی و.

ناهیده خان اڅکزۍ په نړیواله کچه لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه پر ۲۰۰۹ کال له سریلنکا سره درلوده.

د کوټې ناهیده اڅکزۍ څنګه کرېکټ پیل کړ؟

له بي بي سي سره خبرو کې ناهیده اڅکزۍ وايي، ‍‍له ماشوتوب یې له کرېکټ لوبې سره مینه وه:

"چې سترګې مې پرانیستې، نو کرېکټ کتل مې پیل کړي، کوچنیوالي کې مې له وروڼو سره کرېکټ کاوه، د کوټې په کوڅو او بانډو کې لومړنۍ او یوازینۍ کرېکټ لوبغاړې وم".

د انځور حقوق Reuters
Image caption ناهیده: یوازې پردیو را پسې خبرې نه کولې، بلکې کورنۍ کې هم را ته ستونزې جوړېدې

هغه وايي، د لوبې له امله نه یوازې خلک ورته حیران و، بلکې ګوته به یې هم ورته نیوله:

"ویل به یې نجلۍ ګوره بهر کې له هلکاو سره لوبې کول ګوره".

هغه زیاتوي، کله چې پېغله شوه، بهر ته یې وتل ستونزمن شول، خو پر ۲۰۰۷ کال چې د پاکستان کرېکټ بورډ ښوونځیو کې ازمونه واخیسته، دې په کې ګډون وکړ او بریالۍ شوه.

هغه وايي، یوازې پردیو پسې خبرې نه کولې، بلکې کورنۍ کې هم ورته ستونزې جوړېدې:

"ډېرې ستونزې راته پیدا شوې، ویل یې نجلۍ ولې له کور بهر وځي، څنګه کرېکټ کوي. دا زموږ د دود او دستور خلاف خبره ده، له داسې نجلۍ سره بیا هیڅوک واده هم نه کوي".

یوازې د پلار ملاتړ

ناهیده اڅکزۍ وايي، یوازې پلار یې ور سره ولاړ و او د هر چا مقابل کې یې د دې ملاتړ کاوه:

"زما د پلار له ملاتړ پرته هیڅ کله هم زما دا خوب پوره کېدلی نه شو".

د ناهیده خان اڅکزۍ پلار دوه میاشتې مخکې وفات شوی دی، چې دا یې طبیعي انسان بولي.

د کوټې ناهېده پاکستان کې د نجونو کرېکټ وضعیت بد بولي او وايي کمې اسانتیاوې لرې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلکه به ویل "نجلۍ ګوره بهر کې له هلکاو سره لوبې کول ګوره".

هغه وایي د همدې اسانتیاوو د کمښت له امله یې له هلکانو سره کرېکټ کاوه، چې خلکو بد کار ګاڼه او دې ته ستونزې جوړېدلې.

هغه وايي، یوه ورځ لوبغالي ته په ریکشه کې روانه وه، ریکشه وان وپوښتله چې کرېکټ لوبې ته ځې.

وايي ما ورته وویل هو:

"ریکشه وان وویل، ته ناهیده پېژنې؟ هغه په نړیوال کرېکټ کې چې لوبېږي".

ناهیده وايي، ورته ومې ویل هو، خو له وېرې مې داسې نه شوی ویلی، چې هغه زه یم.

څه فکر کوئ افغانستان کې د ښځو کرېکټ پرمختګ لپاره څه کول په کار دي؟ کومې ستونزې دي چې تاسې ښځې نه شئ کولی د کرېکټ لوبه وکړئ؟پر فیسبوک مو نظر را سره شریک کړئ چې لږ وروسته یې دلته خپرو.

ستاسې نظرونه:

ظریفه غفاري: د ځوانانو پارلمان استازې

هندوستان هېواد کې هرڅه بل ‌‌‌‌‌‌ډول دی، دا هم نه ده چې هلته څوک غیرت او عزت نه پېژني مګر داسې هم نه ده چې د عزت او غیرت په نوم د نجونو مرګ روا وګڼل شي. ستونزې هم شته مګر دا ستونزې ‌‌‌‌‌‌ډیری هغه سیمو کې دي چې له مرکز نه لرې وي او د تعلیم کچه یې ټیټه ده.

د هند په ښارونو کې چې کوم امکانات د ښځو لپاره شته بدبختانه افغانستان کې نه شته.

افغانستان کې که نور څه نه وي په کوڅو او سړکونو کې ځورونې، تحقیر او حتا وژنې خو شته دي.

زه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه یمه چې په افغانستان کې ښايي دا امکانات تر راتلونکي دوه نسلونو پورې هم برا بر نه شي خو که چېرې ولس ته عامه پوهاوی د ملا او جومات له لارې ورکړل شي، شاید دا حالت او بدلون یو نسل ته راکښته شي.