BBC
 شاته

د تایلنډ سیاحتي ښارونو کې چاودنې شوې

چاودنې په هغو سیمو کې شوې، چې تر ډېره سیلانیان ورځي Image copyright Reuters
Image caption چاودنې په هغو سیمو کې شوې، چې تر ډېره سیلانیان ورځي

د تایلنډ په مشهورو سیاحتي ښارونو کې چاودنې شوې، چې لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي او ګڼور نور ټپیان دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تایلنډ هوا هین سیل ځي کې څلور چاودنې شوې،. د جمعې په ورځ په فوکیټ ټاپو کې هم ګڼې چاودنې شوې دي.

تر اوس د دغو چاودنو پړه چا نه ده منلې، خو باور کېږي چې تر شا به یې بېلتونپالي وسله وال وي.

چاودنې د جمعې ورځې د رخصتۍ او د ملکې د زوکړې د لمانځلو د مراسمو پروخت هم مهاله شوې دي.

تر ډېره چاودنې په هغو سیمو کې شوې، چې سیلانیان ډېر ورمات وي، ویل کېږي لاهم هلته چاودنې کېږي.

ځینې چاودنې:

  • ۲۴ ساعتونو کې هوا هین کې څلور چاودنو دوه کسان وژلي.
  • باتونج سمندرغاړي مېله ځای او فوکیټ ټاپو کې دوې چاودنې.
  • ترانګ کې چاودنې یو کس وژلی.
  • فانګ نګا سمندرغاړې سیمه کې چاودنې

هوا هین له بنګکاک نه جنوبي لوري ته شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لیرې پروت دی، خو فوکیټ بیا په لیرې سوېل کې موقعیت لري. دواړې سیمې په زړه راښکونکو ساحلي منظرو مشهورې دي.

Image copyright REUTERS
Image copyright AFP

د مارک ګنسفورډ په نامه یوه سیلاني بي بي سي ته وویل، د پېښې ځای ته څېرمه یوه ځای کې ناست و چې "خلکو چیغې کړې بم دی بم... خو ما د چاودنې غږ وانه ورېده".

دا چاودنې نژدې یو کال وروسته تر هغه خونړي برید ووسته شوې دي، چې بنګکاک کې یو بودايي معبد پکې په نخښه شو او ۲۰ کسان یې ووژل.

Image copyright AFP
Image copyright AFP