BBC
 شاته

افغانستان کې د ښځو ځان سوځونه د "ستونزو ښکارندوي کوي"

که څه هم د ښځو ځان سوځولو پېښو کې کموالی راغلی خو ویل کېږي چې دا وضعې د ښه کېدا په معنا نه ده. د انځور حقوق Getty Images
Image caption که څه هم د ښځو ځان سوځولو پېښو کې کموالی راغلی خو ویل کېږي چې دا وضعې د ښه کېدا په معنا نه ده.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځو له خوا د ځان سوځونې په اړه یو راپور خپور کړی او په کې ویل شوي، دا چې په افغانستان کې ځینې ښځې د ځان سوځونې هڅه کوي په ډاګه کوي چې هغه ستونزې چې ښځې ورسره لاس او ګریوان دي څومره سترې دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې شاوخوا ۸۷٪ ښځې لږ تر لږه یو ځل په کورنۍ کې له ناوړه چلند یا زور زیاتي سره مخ شوي دي.

که څه هم ویل کېږي له ۲۰۰۸ کال راهیسې په هرات کې چې د ځان سوځونې تر ټولو ډیرې پېښې په کې رامنځته کېږي، د ښځو ځان سوځولو پېښې ۴۰ سلنه راکمې شوي دي.

خو ورځپاڼې ته ویل شوي چې که څه هم د ښځو ځان سوځولو پېښو کې کموالی راغلی خو ویل کېږي چې دا وضعې د ښه کېدا په معنا نه ده.، ځکه لا هم له افغانو ښځو سره د زور زیاتي کچه لوړه ده.

نیویارک ټایمز: د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره

د امریکا ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال جوزیف ډنفورډ د دې لپاره افغانستان ته تللی چې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا نوې تګ لاره وروستۍ کړي.

د انځور حقوق Twitter
Image caption جنرال جوزیف ډنفورډ په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی

د سفر په ترڅ کې به نوموړی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له قوماندانانو او افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي ښايي امریکا افغانستان ته نور څلور زره سرتېري واستوي چې هدف به یې په ځینو حساسو سیمو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وي چې وکولی شي امنیت ټینګ کړي.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې په هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو د یوه ټولي فعالیت ته اشاره کړي او زیاتوي چې جنرال ډانفورډ به په افغانستان کې د هغو قوماندانانو خبرو ته غوږ شي چې عملا په جګړه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ او د هغوی ته د روزنې دنده پرمخ وړي.

ده ټایمز اف انډیا: له پاکستانه د چین غوښتنه

هندۍ ورځپاڼه The Times of India یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی چین له پاکستانه غوښتي چې د ترهګرو مخه ونیسي.

په مطلب کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چین د منځتګړیتوب هر کلی شوی خو زیاتوی د هند اندیښنه داده چې ښايي په دې کار به پاکستان د آرام ساه واخلي او دا سې به وښودل شي چې هند په افغانستان کې د سولې په وړاندې خنډ جوړوونکی دی.

هندوستان ټایمز: مودي او ټرمپ

هندوستان ټایمز ورځپاڼې امریکا ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د سفر په اړه یوه راپور کې هغه اندیښنو ته اشار کړې ده چې امریکا او هند یې د افغانستان د وضعیت په اړه لري.

ورځپاڼه زیاتوي دواړه مشرانو هوکړه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره همغږي پراخه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه زیاتوي د خبري غونډې پر مهال دواړه مشرانو ډیر خواږه برېښیدل او دوه ځله یې یو بل په غیږ کې ونیوه.

ورځپاڼه وايي دواړه لوري دا یقیني کول غواړي چې هغه کسان وټکول شي چې ترهګرو ته ځای ورکوي.

ورځپاڼه زیاتوي د هند لومړي وزیر د امریکا د ولسمشر لور ایوانکا ټرامپ ته بلنه ورکړې چې په هند کې په یوه نړیواله غونډه کې برخه واخلي.

ټرمپ وویل لوریې دغه بلنه منلې.

ورځپاڼه وايي ښاغلي مودي ټرمپ او کورنۍ ته یې هم بلنه ورکړې چې هند ته ورشي.

ورځپاڼه زیاتوي د خبري غونډې پر مهال دواړه مشرانو ډیر خواږه برېښیدل او دوه ځله یې یو بل په غیږ کې ونیوه.