BBC
 شاته

د ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ فرمان ځینې برخې اجرا کېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د محکمې د پرېکړې له مخې د شپږو اسلامي هېوادونو وګړي د ۹۰ ورځو لپاره او کډوال د ۱۲۰ ورځو لپاره امریکا ته نه شي تللی

د امریکا ستره محکمه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت د وکیلانو په غوښتنه د کډوالۍ فرمان په نوم دوسیه ارزوي.

دا پرېکړه په دې مانا ده چې د ولسمشر ټرمپ له کډوالۍ فرمان د نورو ټیټو محکمو بندیزونه لرې کېږي.

د امریکا ولسمشر د خپلې واکمنۍ په لومړۍ میاشت کې داسې فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې امریکا ته د ایران، سوریې، سوډان، سومالیا، لیبیا او یمن پر وګړو د ۹۰ ورځو بندیز ولګاوه.

د دغه فرمان له مخې امریکا ته د کډوالو تګ هم د ۱۲۰ ورځو لپاره وځنډېد.

خو د سترې محکمې د پرېکړې له مخې تر څلورو راتلونکو میاشتو د دې فرمان ځینې برخې بیا پلې کېږي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سترې محکمې دا پرېکړه د امریکايي امنیت لپاره بری بولي.

د امریکا ستره محکمه په دغه هېواد کې تر ټولو لوړه قضايي مرجع ده، د دغې محکمې قاضیانو ویلي په راتلونکې اکتوبر میاشت کې به په دې اړه وروستۍ پریکړه وکړي چې د ویزې په برخه کې د امریکا د ولسمشر اجرائي امر عملي شي او کنه.

Image caption د کډوالو د ملاتړ د یوې ډلې غړی سټیفن چای وايي د اوو اسلامي هېوادونو وګړو ته د امریکا پر ویزې بندیز غیر عادلانه او توپيري چلند دی.

د محکمې د پرېکړې له مخې د شپږو اسلامي هېوادونو وګړي د ۹۰ ورځو لپاره او کډوال د ۱۲۰ ورځو لپاره امریکا ته نه شي تللی.

محکمې په خپله پرېکړه کې زیاته کړې، هغه کسان امریکا ته له تګ نه شي منع کېدای چې په امریکا کې له کوم چا سره د اصولو له مخې قانوني اړیکې ولري او د همدې اړیکې له مخې غواړي د امریکا ویزه تر لاسه کړي.

له قانوني اړیکو مطلب دا چې که څوک دعوه کوي چې خاوند یا مېرمن یې په امریکا کې ده، یا هلته زده کړه کوي او یا دنده لري نو د دوی اړیکي باید رښتیني او واقعي وي او د ویزې د ترلاسه کولو لپاره پلمه نه وي.

د کډوالو د ملاتړ د یوې ډلې غړی سټیفن چای وايي د اوو اسلامي هېوادونو وګړو ته د امریکا پر ویزې بندیز غیر عادلانه او توپيري چلند دی.

د هغه په خبره، د سترې محکمې دا پرېکړه وکړه چې نه یواځې دا چې دغه قضیه به څېړي بلکې د اړیکو لپاره یې یو نوی قانوني تعریف هم رامنځته کړ چې دا ډېرې ستونزې را ولاړوي.

ځینې د محکمې دا پریکړه یو بری بولي او وايي چې دا پریکړه د ولسمشر ټرمپ د اجرایوي امر د عملي کولو مخه نیسي.

خو غړی سټیفن چای وایي: "موږ دا نظر نه تایید وو، دا چې ستره محکمه دا قضیه څېړي دا د مخکنیو پرېکړو خلاف او د مسلمانانو په حق کې غیر عادلانه پرېکړه او توپيري چلند دی".

د تېرې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ امر وکړ چې د شپږو اسلامي هېوادونو وګړو ته دې د امریکا د ویزې ورکولو بهیر وځنډول شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption وړاندې د امریکا په ګڼو هوايي ډګرونو کې سلګونو کسانو د کډوالو د بندیز په اړه د ټرمپ د تګلارې پرضد لاریونونه وکړل

دغه جنجالي پرېکړه له تندو غبرګونونو سره مخامخ شوه او محکمې یې د عملي کولو مخه ونیوله.

د پرېکړې له مخې د عراق، سومالیا، لیبیا، سودان، یمن او ایران وګړو ته د امریکا ویزه نه ورکول کېږي.

خو د امریکا ولسمشر ویلي دغه پرېکړه یې د امریکا د امنیت د خوندي کولو لپاره کړې.

په امریکا کې د بي بي سي خبریال وايي د سترې محکمې وروستۍ پریکړه د امریکا و لسمشر لپاره بری بلل کېږي، ځکه د دغې پرېکړې له مخې امریکا ته د یادو شویو هېوادونو د کډوالو ورتګ تر بل هر وخت ډېر سختېږي.

د امریکا د عدلیې وزیر جیف سېشنز د سترې محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

خو د ای ار سي یا د ژغورنې نړیوالې کمېټې مشر ډیویډ میلي بېنډ د محکمې دا پرېکړه د هغو خلکو د زیانمنولو په مانا بللې چې امریکا ته تلل غواړي.