امریکا او هند د " ترهګریزو بریدونو" له امله پاکستان ته خبرداری ور کړ
د امریکا ولسمشر او د هند لوړي وزیر پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګریزو بریدونو لپاره دې د خپلې خاورې نه کارېدل باوري کړي.
دا خبرې د دواړو مشرانو له لیدنې وروسته د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې خپرې شوي.
"دواړو مشرانو پر پاکستان غږ وکړ چې باوري کړي، خاوره به یې د دوی پر هېوادونو د ترهګریزو بریدونو لپاره نه کارېږي".
امریکا ته د نرېندر مودي د تللو بهیر کې واشنګټن د کشمیر یو وسله وال مشر د ترهګرو نومړل ته ور زیات کړی دی.
د سپینې ماڼۍ له بیان له مخې " نوي ډېلي د واشنګټن د دې ګام هرکلی وکړ چې د کشمیر وسله وال سید صلاح الدین يې د نړیوال ترهګر نوملړ ته ور زیات کړ".
دواړو لورو د پاکستان مېشتو جیش محمد او لښکر طیبه په ګډون د ګواښ پر ضد د خپلمنځي همکارۍ زیاتولو ژمنه هم کړې ده.
" له ترهګرۍ زیانمن واشنګټن او نوی ډېلی"
په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له نرېندر مودي سره خبرغونډې ته وویل، چې له هند سره د متحده ایالتونو اړیکي له دې مخکې "هیڅ کله هم دومره پیاوړې نه وې".
د ولسمشر ټرمپ په خبره، د امنیت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ډیره مهمه ده.
" دواړه ملتونه د ترهګرۍ له شره زیانمن شوي، موږ دواړو پتیلې چې ترهګرۍ ډلې او هغه سخت دریځه فکر چې دوی یې هڅوي له منځه یوسو".
ډونلډ ټرمپ د خپلمنځي سوداګرۍ د پراخولو هڅو یادونه هم وکړه.
د نوموړي په خبره، په دې برخه کې دا مهمه ده چې پر امریکايي صادراتو محدودیتونه لرې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کسر له منځه ولاړه شي.
افغانستان، د هند او امریکا ګډه اندېښنه
د هند لومړی وزیر وايي په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله د بې ثباتۍ پراخیدل د نوي ډېلي او واشنګټن ګډه اندیښنه ده.
- افغانستان- پاکستان او د "تورونو لوبه"
- مودي وايي پاکستان کې زموږ "هدفي بریدونو"د هند ځواک ثابت کړ
- کابل او اسلام اباد د کومو استخبارتي معلومات د شریکولو هوکړه کړې؟
نرېندر مودي له ولسمشر ټرمپ سره ګډې غونډې ته دا هم وویل، چې هند او امریکا د افغانستان په بیارغونه او امنیت کې مهم رول لوبولی او دوام به ور کړي:
"په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره به موږ له نږدې سلا مشورو او اړیکو ته دوام ورکړو. د هند سمندر په سیمه کې ټیکاو، امنیت او روڼتیا راوستل زموږ د ستراتیژیکو همکاریو بله موخه ده".
د امریکا او هند د مشرانو دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې د متحده ایالتونو لوی درستیز کابل ته رسېدلی دی.
نوموړی له افغان لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ خبرې کوي.