عالیه بټ: له پاکستاني پوځي سره د واده په رول کې
د بالیووډ هنرمنده عالیه بټ په راضي فلم کې د داسې کشمیرۍ نجلۍ رول لري، چې له پاکستاني پوځي سره واده کوي.
د هندۍ رسنۍ( پي ټي ای) د رپوټ له مخې، د بالیووډ د وتلي ستوري ګلزار د لور میګنا ګلزار په لارښوونه (ډایریکټرۍ) دا فلم جوړ شوی او پر یوه جاسوسي ډرامه ولاړ دی.
د پاکستان د پوځي افسر رول هم وکي کشال لوبولي چې په فلم کې له عالیه سره واده کوي.
عالیه بټ: د هندي فلمونو سانسور څرنګوالی ناسم تعبیر دی
دا فلم د هرندر سکه د ناول (کالنګ سمت) له مخې جوړ شوی او ځنګلي پکچرز او درما پروډکش په ګډه تولید کړی دی.
په دې فلم کې د داسې جاسوس د کیسې ویلو هڅه کېږي چې خپل او د خپلې ټولې کورنۍ ژوند د خپل هېواد خدمت ته ځانګړی کوي او له دې لارې غواړي ټول خلک امن ژوند ولري.
کشال خپل ټوېټر کې د دې فېلم په تړاو خوشالي ښودلې او ده ته د رول ور کولو له امله یې د کرن جوهر مننه کړې ده.
هغه لیکلي دي "د راضي برخه کېدل د ویاړ خبره ده، له تاسو ډېره مننه".
عالیه بټ هم په دې برخه کې د کرن جوهر هغه ټوېټ بیا خپور کړی، چې پکې د دې فلم په هکله خبرې شوې دی.