اشرف غني: ارګ د استبداد ځای نه دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګ د استبداد ځای نه بلکې د ولسواکۍ ځای او د افغانانو ګډ کور دی.
د ښاغلي غني دا خبرې له هغه وروسته دي چې ځینې سیاسي ډلو د هغه څه په هکله چې دوی یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې واک متمرکزېدل بولي نیوکه وکړه.
وسله والو ته د ولسمشر غني خبرداری: نور وخت نه لرئ
غني: بې عقیدې او بې همت دښمن سره مخامخ یو
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د بیان له مخې: افغان ولسمشر د سې شنبې په شپه له ځینې پوهنتوني اوستادانو او زدکوونکو سره په خبرو کې ویلي:
"افغانستان د ټول افغانانو ګډ او یو کور دی او د خلکو درناوی هم په یووالي او د هر افغان په یو شانوالي سره دی".
نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل: "تاسو هر یو افغان ملي ژبې زده کړئ او د افغانستان هره برخه د ځان وبولئ، افغانستان په وېشلو نه ودانېږي، بلکې په یووالي جوړېږي".
د ولسمشر غني دا خبرې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د اوسني افغان حکومت د ځینې چارواکو له څرګندونو وروسته دي.
تادامیچي یاماموتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناسته کې وویل، که افغان حکومتولۍ کې بدلون را نه شي، دا هېواد به له لا سخت کړکېچ سره مخ شی، چې "کنټرولول به یې ګران وي".
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې وضعیت مخ په خرابېدلو دی او دې مسلې په دغه هېواد کې سیاسي کورنۍ ناندرۍ رامنځ ته کړې دي.
د بلخ والي عطا محمد نور هم په وروستیو ورځو کې ویلي، چې له اوسني وضعیت د وتلو لپاره د حکومت براخول، په ملي پرېکړو کې د ډلو او ګوندونو کارند ګډون، په حکومت کې د قومونو یو شان شتون او د خلکو مدني ازادۍ او ولسواکۍ ته درناوی دی.
د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم په اختري پیغام کې ورته نیوکه کړې وه او ویلي یې و، چې د نظام لوړپوړي چارواکي او سیاستوال په ناسنجېدلي عمل سره په افغانستان کې د نوي اسلامي ولسواک نظام د خرابولو بهیر چټکوي.