BBC
 شاته

د امریکا د پوځ لوی درستیز د نوې کړنلارې ټاکلو لپاره کابل ته تللی

د ځینې رپوټونو له مخې افغانستان ته د ښاغلي ډانفورډ د ناڅاپي سفر هدف د دغه هېواد او سیمې په اړه د امریکا د نوې کړنلارې ټاکل دي. د انځور حقوق RSNATO
Image caption د ځینې رپوټونو له مخې افغانستان ته د ښاغلي ډانفورډ د ناڅاپي سفر هدف د دغه هېواد او سیمې په اړه د امریکا د نوې کړنلارې ټاکل دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ په ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېد.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت-چې امریکا یي مشري کوي-په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي، جنرال جوزیف ډانفورډ به له افغان چارواکو سره وګوري.

د ځینې رپوټونو له مخې افغانستان ته د ښاغلي ډانفورډ د ناڅاپي سفر هدف د دغه هېواد او سیمې په اړه د امریکا د نوې کړنلارې ټاکل دي.

له دې وړاندې ویل شوي و چې په راتلونکو څو اونیو کې به د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا نوې کړنلاره په ډاګه شي.

په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

ټرمپ افغانستان ته د پوځیانو استولو پرېکړه 'پنټګان ته وسپارله'

د ټرمپ واکمنېدل او سیمه کې د امریکايي پوځ زیاتېدل

د افغانستان په اړه تګلاره "ډېر ژر" ټرمپ ته وړاندې کېږي

د افغان او امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې دغه نوې کړنلاره دوه مهمې برخې لري، چې یوه یې افغانستان ته د نورو امریکايي سترتیرو استول او پر پاکستان فشار راوړل چې د طالبانو او حقاني شبکې له ملاتړه لاس واخلي او په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلنډ ټرمپ خپل دفاع وزیر جیمز متیس ته واک سپارلی چې افغانستان ته د نورو استول کیدونکو سرتیرو د شمیر په اړه پریکړه وکړي.

ویل کیږي امریکا په پام کې لري له درې زرو تر پنځو زرو پورې تازه دمي سرتیري افغانستان ته واستوي.

د دغو سرتیرو هدف د هغه حالت بدلول دي چې امریکايي چارواکو په ټپه ولاړ بللی.

د نه ګټونکي دریځ

څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر د کانګړس غړو ته ویلي و چې امریکا اوس په افغانستان کې د ګټونکي په دریځ کې نه ده، خو دغه وضعیت د ده په وینا بدلیدونکی دی.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن له کانګرس غوښتي چې د په ټپه ولاړ حالت د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته نور سرتیري واستوي.

افغان دولت هم د دې هر کلی چې امریکا د افغانستان لپاره داسې نوې کړنلاره ټاکي چې یوازې افغانستان نه بلکې د سیمې په کچ په پام کې نیول شوې ده.

د جوزف ډنفورډ دا سفر په داسې مهال دی، چې تیره اونۍ د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته د افغانستان د وضعیت د ارزونې رپوټ وړاندې کړ. په دغه رپوټ کې ویل شوي چې وسله وال طالبان او حقاني شبکه لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځي لري.