BBC
 شاته

کابل او اسلام اباد د کومو استخبارتي معلومات د شریکولو هوکړه کړې؟

افغان ولسمشر په وار وار ویلي چې د طالبانو پرځای د سولې خبرې له پاکستان سره کوي، ځکه چې اصلي ادرس طالبان، نه چې پاکستان دی. د انځور حقوق Arg
Image caption افغان ولسمشر په وار وار ویلي چې د طالبانو پرځای د سولې خبرې له پاکستان سره کوي، ځکه چې اصلي ادرس طالبان، نه چې پاکستان دی.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو جنجالي موضوع یو ځل بیا را پورته شوې ده. خو دا ځل ویل کېږي چې یوازې دواړه هېوادونه به محدود معلومات یو بل ته ورکوي.

کابل او اسلام اباد ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي له سفر وروسته هوکړه شوې چې افغانستان او پاکستان به یو پر بل د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه د کره استخباراتي معلوماتو پرمټ سپینوي او ګډه همکاري به کوي.

د دغو معلوماتو د بهیر څارنه به د چین پر غاړه وي.

د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند دواخان مینه پال بي بي سي ته وویل په هوکړه کې د درې سرو هیوادونو د ګډو غونډ خبره هم شته چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د جنجالي غوټو د سپړنې هڅه وکړي.

په دغو درې اړخیزو ناستو کې به لومړی د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه غونډې کېږي او وروسته به د افغان سولې لپاره په یو اغیزمن میکانیزم کار کېږي.

افغان ولسمشر په وار وار ویلي چې د طالبانو پرځای د سولې خبرې له پاکستان سره کوي، ځکه چې اصلي ادرس طالبان، نه چې پاکستان دی.

موده مخکې کابل له اسلام اباد سره څلور اړخیزې ناستې کړي خو ډیرې اغیزمنې نه بریښېدې او کومه پایله یې هم نه درلودله.