BBC
 شاته

له حزب اسلامي جلا شوې ډله

د ګلبدین حکمتیار له ډلې بېلې شوې ډلې وسله والو بي بي سي پښتو ته په لېږلې ویډیو کې ويلي له طالبانو او داعش سره نه دي ملګري شوي یوازې حکمتیار یې پرې ايښی دی.

اسلامي حزب بیا له افغان حکومته غوښتي چې د دوی پر کسانو دې د ناټو د هوايي بریدونو مخنیوی وکړي او هڅه به یې دا وي چې ناراضه کسان د سولې بهیر ته راوکاږي. افغان ولسمشر اشرف غني پرون اختريزه وينا کې وسله والو مخالفانو ته ګوتڅنډنه وکړه، که سوله ونه کړي، نو دېر وخت نه لري.