BBC
 شاته

امریکا ته د مودي د سفر موخه؟

د هند لوموړي وزير نرېندرا مودي ویلي، په پاکستان کې یې د اورپکو پر اډو په "دقیقو ګوزارونو" سره نړۍ ته خپل زور ښودلی دی.

ښاغلی مودي چې د امریکا په رسمي کتنه بوخت دی، په ویرجینیا کې د هندي امریکایانو یوې غونډې ته وویل دغې پېښې وښوده چې هند زغم ښیي خو کله چې یې ځای راشي زور هم ښودلی شي.

ښاغلي مودي مخکې د ۲۰ امریکایي شرکتونو له مشرانو سره وکتل او ټاکل شوې ده چې نن ناوخته له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

د دغې کتنې پر اجنډا په نیویارک کې د سیمه ییزو چارو له څېړونکي جهانګیر خټک پوښتلي چې د سرمشریزې لویه خبره به څه وي: پوځي ملګرتیا، که سوداګریزه، یا دواړه؟