BBC
 شاته

د موصل د خلاصون جګړه

د عراق پوځ وايي د هغې وروستۍ برخې د بيا نيولو لپاره یې سخته جګړه کې لا نور پرمختګ کړی، چې لا تر اوسه د اسلامي دولت نومې ډلې ولکه کې ده.

د داعش اورپکو د زاړه ښار لوېديځ ځينو برخو کې خپل ځوابي بریدونه زيات کړي دي د عراق پوځ بي بي سي ته ويلي، د اورپکو ترمنځ ځينې بريتانويان هم شته.

د بي بي سي يوې ډلې ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې چې دې سيمې ته ورشي، او له هغه ځايه يې دا راپور راستولی دی