BBC
 شاته

له حزب اسلامي جلا شوې ډله: له طالبانو سره يو ځای شوي نه يوو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
امان الله خان له برید مخکې په رالیږلې ویډیو کې لیدل کیږي چې د خپلو لسګونو وسله وال سره دخپلې نوې ډلګۍ په ډاډ خبرې کوي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند د وسله والو پخواني مشر امان الله خان بي بی سي ته په لېږلې ویډیو کې ویلي د پخلاینې په بهیر کې له دوئ سره سلا نه ده شوې نو یې له حکمتیاره لار جلا او د حزب اسلامي په نوم به خپلو وسله والو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نوموړی وايي "هغه اوازې دروغ دي چې موږ دې له داعش او یا طالبانو سره ملګري شوي یوو زموږ ټول نظامي تشکیلات پرځای دي موږ سره د سولې په جریان قناعت نه دی راکړل شوی موږ ټول په خپلو سنګرونو کې یو جګړې ته به ادامه ورکوو او له حکمتیار سره یوازې درې څلور کسان حکومت ته ورغلي".

امان الله خان وايي له تېرو ۴۰ کلونو یې د حزب په اډانه کې جګړه کړې او لا خو د سولې قانع کوونکې خبرې ورسره نه دي شوې.

امان الله خان له برید مخکې په رالیږلې ویډیو کې لیدل کیږي چې د خپلو لسګونو وسله وال سره دخپلې نوې ډلګۍ په ډاډ خبرې کوي

په ویډیو کې نوموړی د افغانستان ختیځ کې له خپله لسګونو وسله والو سره لیدل کېږي او وايي په غزني، لوګر، نورستان، فاریاب، میدان وردګ او کونړ ولایتونو کې یې خپل وسله وال راټول کړي او د حزب په راتلونکي به کار کوي.

امان الله خان زياتوي "زموږ تګلاره پخوانۍ ده په کورنیو عسکرو کار نه لرو په عامه ځایونو بریدونه نه کوو خو چې یو بهرنی پوځي هم افغانستان کې وي موږ به جګړې ته دوام ورکوو".

Image caption امان الله خان د افغانستان ختیځ کې له خپله لسګونو وسله والو سره لیدل کېږي او وايي په غزني، لوګر، نورستان، فاریاب، میدان وردګ او کونړ ولایتونو کې یې خپل وسله وال راټول کړي

امان الله خان د حزب د یو بل پخواني مشر حاجي کشمیر خان مرستیال و چې وروسته د حزب د وسله والو مشر وټاکل شو، ګلبدین حکمتیار له ۲۰۰۱ کال وروسته چې له ایرانه وشړل شو د افغانستان په ختیځ کې له همدغو قومندانانو سره یوځای پټ و.

پر امان الله برید

د جون په ۲۴ سهار وختي د امریکا بې پیلوټه الوتکو د کونړ د شیګل ولسوالۍ په لاحسین دره کې د نوموړي په یوه مرکز برید وکړ د کونړ ځايي چارواکو وویل امان الله له خپلو شپږو وسله والو سره په دغه برید کې وژل شوی خو وروسته د حزب اسلامي ویاندویانو د هغه وژل کېدل رد کړل او ویې ویل چې یوازې لږ خوږ شوی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.

کابل کې د حزب اسلامي حکمتیار د ډلې یو ویاند نادر افغان بي بي سي ته وویل، ښاغلی امان الله ټپي دی خو د دوئ اړیکه ورسره شته هڅه کوي چې پیښ شوي جنجالونه له منځه لاړ شي او د حزب له نورو کسانو سره یوځای شي.

د نادر افغان په وينا "که د سلامشورو خبره شي موږ تېره دوه کلونه خپل منځي او بېروني مشورې او مذاکرات درلودل او ټول اړخونه په دې توافق ته ورسېدل چې سوله او بین الافغاني مذاکرات د حل لاره ده".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلبدین حکمتیار له څو میاشتنیو خبرو او له ولسمشر اشرف غني سره د سولې له هوکړې وروسته د اپریل په ۲۸ لغمان کې څرګند شو

نادر افغان وايي د افغان حکومت له امنیتي وزارتونو به وغواړي چې د دوئ په کسانو دې له دا ډول بریدونو ډډه وشي ځکه دا خپلسري بریدونه دي او سولې ته تاوان اړولی شي.

ګلبدین حکمتیار له څو میاشتنیو خبرو او له ولسمشر اشرف غني سره د سولې له هوکړې وروسته د اپریل په ۲۸ لغمان کې څرګند شو، بیا کابل ته لاړ او له خپلو زرګونو پلویانو سره یې په بیلو بیلو غونډو کې ګډون وکړ.

کابل کې د بي بي سي خبریال سیدعبدالله نظامي وايي حکومت د حکمتیار پخلاینه د سولې په لاره کې د لومړني ستر عملي ګام په توګه یادوي خو د هغه د یو شمېر وسله والو جلا کېدل او په دغو قومندانانو د ناټو بریدونه هغه پړاونه دي چې یو یې د دوئ په ګوند دننه باورونه لړزوي او بل به د سولې د پیل شویو هڅو منډې کمرنګه کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپله اختریزه وینا کې وسله والو ډلو ته خبرداری ورکړ که سوله ونه کړي نو به له سخت حالت سره مخ شي.

کابل د جګړې او سولې دواړه دروازې پرانستې ساتلي خو سوله يیزې هڅې له یوې خوا په کوردننه د ځينو کړیو د مخالفتونو او د حکومت پر وینا د پاکستان د دوه رنګۍ ښکار دي ځکه پر اسلام اباد تور دی چې وسله والې ډلې د افغانستان جګړې ته مړوي او پالي.