BBC
 شاته

"افغانستان او پاکستان د چين په منځګړيتوب د استخباراتي معلوماتو پر شريکولو سلا کړې"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په وينا پاکستان او افغانستان د کړکېچ د مديريت پر يوۀ مېکانيزم سره هو کړې ده

اېکسپرېس ټريبيون:

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه وايي افغانستان او پاکستان د چين په منځگړتوب په خپلو کې د استخباراتي معلوماتو پر راکړې ورکړې سره سلا شوي دي.

د ورځپاڼې په وينا دواړو هېوادونو د کړکېچ د مديريت پر يوۀ مېکانيزم سره هو کړې ده.

په دغه مېکانيزم کې دا هم راځي چې اغېزمن استخباراتي معلومات پر وخت له يوۀ بل سره شريک شي او له دې لارې د پېښو مخنيوى وشي.

په دې تړاو د پاکستان له لوري خپرې شوې وينا پاڼه کې راغلي چې چين د دغه مېکانيزم ملاتړ کوي.

ورځپاڼه زياتوي دغو درې سرو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د خبرو اترو يوې اډانې يا چوکاټ د رامنتځه کولو پرېکړه کړې او پر هغو مسايلو به سره خبرې کوي چې د دوى گډې گټې په کې نغښتي وي. ټاکل شوې چې پيل پر اقتصادي مسايلو وشي.

د افغانستان او پاکستان مدني فعالانو د دولتي اړیکو عادي کېدو غږ کړی

افغانستان- پاکستان او د "تورونو لوبه"

د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې بېرته تړل شوې دي

د ويناپاڼې پر بنسټ چين، افغانستان او پاکستان په دې باور دي چې د سولې خبرو اترو څلور هېواديزه ډله بيا راژوندۍ شي، چې په دغه بهير کې د طالبانو ورگډېدو لپاره زمينه برابره کړي.

د انځور حقوق Getty Images

واشنگټن پوست:

د امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼې نننۍ سرليکنه وايي، د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ نه ختمېدونکي سرکس له ډېرو مهمو مسايلو پام اړولى، چې اړتيا ده نړۍ ورته حل لارې ومومي.

ورځپاڼه د ملگرو ملتونو يوۀ تازه رپوټ ته په اشاره وايي راتلونکې مياشت به په څلورو هېوادونو کې نژدې ٢٠ ميليونه خلک له قحطۍ سره مخامخ وي.

خو د ورځپاڼې په وينا چا دغې ستونزې ته پام نه دى کړى.

د ملگرو ملتونو په خپاره کړي رپوټ کې راغلي، دغه ټولنه په سوېلي سوډان، سوماليا، يمن او نايجيريا کې اړمنو وگړو ته د اړتيا وړ کچې خوړو په برابرولو کې پاتې راغلې، ځکه ورسره اړينې مرستې نه دي شوي.

ملگرو ملتونو دا له ١٩٤٥ م کال وروسته تر ټول بد بشري کړکېچ بللى دی.