د فاریاب پولیس: طالبانو ۳ پخواني پولیس وروڼه په ډزو وژلي
د شمالي فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو درې هغه وروڼه چې پخوا پولیس وو، له نیولو وروسته په ډزو وژلي.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش بي بي سي ته وویل، دغه ۳ واړه ورونه ددغه ولایت پښتون کوټ ولسوالۍ پر لاره وه چې د اورپکو لاس ته ولوېدل.
دی وايي، پېښه د دوشبنې په ورځ (د اختر دویمه/ چنګاښ پنځمه) رامنځ ته شوې.
جوزجان کې د داعش برید د "۱۵ ولسي وګړو د مړینې" لامل شو
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا، د هېواد په سوېلي نیمروز ولایت کې چارواکي وايي، د نیمروز ـ خاش د لارې قومندان او یو سرتېری د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي.
پېښه کې یو بل سرتېری ټپي شوی دی.
څو ورځې وړاندې د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو د وسله والو کسانو له خوا د چخانسور ولسوال د وژل کېدو خبر ورکړی و.