BBC
 شاته

جوزجان کې د داعش برید د "۱۵ ولسي وګړو د مړینې" لامل شو

جوزجان

د افغانستان شمالي جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، "اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ددغه ولایت د درزاب ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید کړی چې پایله کې یې ۱۵ ټپي ولسي وګړي چې روغتون کې وو، مړه شوي دي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري بي بي سي ته وویل، دغه کسان په تېره یوه اونۍ کې د داعش بری کې ټپیان شوي وو چې د نښتو د غځېدو له کبله د جوزجان حوزوي روغتون ته یې د لېږدول کېدو شونتیا نه وه.

ښاغلی غفوري زیاتوي، له نښتو وروسته چې د جوزجان روغتون ته د دغو کسانو د لېږدولو هوډ وشو، په لار کې ۱۵ ټپیانو ساه ورکړه.

دی وايي، داعشي جنګیالیو د درزاب ولسوالۍ روغتون خپل سنګر جوړ کړی و او له هغه ځایه یې پر پولیسو او امنیه قومندانۍ بریدونه پیل کړل.

دی زیاتوي، ددغې ډلې اړوندو اورپکو د درزاب ولسوالۍ د مرکزي روغتون تر نیولو وروسته ټول طبي توکي او هلته موجود درمل لوټلي دي.

د والي د ویاند په وینا، دا مهال درزاب ولسوالۍ د روغتیايي کارکوونکو او درملو له کمښت سره مخامخ ده.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان شمال کې د داعش ډلې حضور له تېر یوه کال راهیسې د خبرونو سرټکي جوړ کړي.

ویل کېږي داعش جنګیالي د افغانستان په درو ولایتونو (فاریاب، جوزجان او سرپل)کې بېرته ځانونه سمبالوي.