BBC
 شاته

د موصل جګړه کې ګير ولسي وګړي

ملګرو ملتونو د هغو ۱۵۰ زره خلکو خونديتابه په اړه وېره او اندېښنه ښوولې چې د موصل په ورستۍ برخه کې بند پاتې دي.

دا سيمه لا تر اوسه د "اسلامي دولت" نومې ډلې ولکه کې ده، خو د عراق پوځ پرې کړۍ لا تنګوي. د دغه هېواد لومړی وزير وايي موصل به څو ورځو کې د داعش له منګولو ازاد شي.

بي بي سي د موصل زاړه ښار کې د جګړې لومړۍ ليکو ته ورغلې. دې راپور کې خواشينوونکي انځورونه شته.