BBC
 شاته

د کندهار او ډيلی ترمنځ د هوايي دهلېز لار

د افغانستان له جنوبي ولایت کندهاره لومړۍ بار وړونکې کارګو الوتکه چې وچه او تازه مېوه يې لېږدوله، د هندۍ پلازمېنې ډيلي په لور والوته. کندهار کې سوداګر وايي د دغه ښار او ډيلي تر منځ هوايي دهلېز یې د تازه مېوو لپاره د بازار موندنې غوره لاره ده خو وايي بايد د دوام وکړي.

پخوا د دې ولایت د تازه مېوو ۹۵ سلنه صادرات پاکستان ته وو، او له هغه لارې به بیا هند ته رسېدل. مامون درانی نور حال راکوي.