BBC
 شاته

ملګري ملتونه: يمن له تر ټولو بدې کولرا خپرېدو سره مخ دی

د انځور حقوق EPA
Image caption ملګري ملتونه وايي يمن اوس په نړۍ کې د کولرا تر ټولې بدې خپريدا سره مخامخ دى.

ملگري ملتونه وايي يمن کې د کولرا د شکمنو پېښو شمېر له ٢٠٠ زرو هم اوښتې دی.

دغې ټولنې پورې اړوندو دوو ادارو، د ماشومانو ملاتړ صندوق او د روغتيا نړېوالې ادارې د اعلاميې په خپرولو ويلي، دغه هېواد اوس په نړۍ کې د کولرا تر ټولې بدې خپريدا سره مخامخ دى.

ملگري ملتونه وايي په يمن کې د کولرا د لا چټکې خپرېدا مخنيوي لپاره به تر وسې هر ډول تدبير ته مخه کړي.

د ماشومانو ملاتړ صندوق او د روغتيا نړېوالې ادارې چارواکي وايي، دوى د دغې ناروغۍ د خپراوي بهير څاري او سيمې ته د چټک غبرگون ډلې استوي چې کور په کور ورشي او خلکو ته لارښوونه وکړي چې په صفايۍ او د څښاک اوبو په زېرمه کولو ځانونه پر کولرا له اخته کېدو خوندي کولاى شي.

خو روغتيايي او مرستندويې ډلې په يمن کې له خورا سختو شرايطو سره مخامخ دي. له دوو کلونو راهيسې روانې کورنۍ جگړې د دغه هېواد روغتيايي چوپړونه او د حفظ الصحې سيستم له منځه وړی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملگري ملتونه وايي په يمن کې د کولرا د لا چټکې خپرېدا مخنيوي لپاره به تر وسې هر ډول تدبير ته مخه کړي.

د بي بي سي خبريال سټيف جکسن چې د يمن حالات څاري وايي "د خوراکي توکو د نشتوالي له امله خورځواکي ډېره شوې او د يمن خلک په تېره ماشومان د ناروغيو پر وړاندې ډېر زيانمن شوي دي."

د کورنيو جگړو له امله د يمن د ٢٨ ميليون وگړو ٦٥ سلنه پر بشري مرستو پايي چې يو شمېر يې د قحطې څنډې ته رسېدلي.

د ملگرو ملتونو د رپوټونو پر بنسټ اوسمهال د کولرا مشکوکې پېښې له ٢٠٠ زرو اوښتي او ١٣٠٠٠ کسانو وار له مخه خپل ژوند بايللى دی.