عاطف مشعل: "افغانستان د کرېکـټ برخه کې تاریخ جوړ کړ"
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وایي، افغانستان کرکېټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب په ترلاسه کولو په دې لوبه کې تاریخ جوړ کړ.
افغانستان او ایرلنډ د پنجشنبې په ورځ د کرېکټ نړیوالې شورا غړی شو. په دې سره د کرېکټ نړیوالې شورا د غړو شمېر ۱۲ هېوادونو ته ورسېد.
خو د افغان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وایي، تر نورو هېوادونو افغانستان ژر دغه هدف ته ورسېد.
"افغانستان اولنی ملک دی چې دومره لنډ وخت کې د ای سي سي غړیتوب اخلي، دا د افغان کرېکټ بورډ د اوسنیو او پخوانیو ټولو مسوولینو هڅې وې چې لږ وخت کې یې اوږد مزل وکړ".
- افغانستان د کرېکټ بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
- کرېکټ: د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ته د ټېسټ لوبو دریځ
- د بشپړ غړیتوب په لار کې لوی خنډونه ختم دي
له افغانستان سره یو ځای ایرلند هم د کرېکټ نړیوالې شورا غړی شو، خو د افغانستان اپوټه په دغه هېواد کې له پېړۍ ډېر وخت راهیسې کریکټ کېږي.
عاطف مشعل بي بي سي ته دا هم وویل، چې له کرېکټ نړیوالې شورا سره د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره یې څلور ورځې د افغان کرېکټ دفاع کوله او د ای سي سي مشرانو ته قناعت ور کاوه.
د افغانستان بریا او ننګونې
افغانستان پر نورو امتیازونو سربېره له کرېکټ نړیوالې شورا د څلورو کلونو لپاره ۵۰ میلونه ډالر هم ترلاسه کوي.
په لندن کې کرېکټپوه ایاز ساپی وایي، دا پیسې پر لوبغاړو، ادارې او کورني کرېکټ لکه کلبونو، د ځوانو لوبغاړو پر روزلو او دغه سپورت ته د خلکو هڅولو او په ښوونځیو کې د کرېکټ پر دودولو لګېږي.
د نوموړي په خبره، د دغه مالي امتیاز د ترلاسه کولو ترڅنګ افغانستان ته ننګونې هم زیاتېږي: "د کرېکټ ستراتیژیک پلان به سختېږي، د افغان کرېکټ سیستم باید ښه شي او لوبغاړو وړتیا یې هم باید ډېره ښه شي".
ایاز ساپي دا هم وایي، چې کرېکټ نړیواله شورا به اوس له افغان کرېکټ بورډ د دې لوبې په هکله ډېرې پوښتنې کوي: "د پیسو استعمال پوښتنه به هم کېږي، که ناسمې کارول شوې وي، د کرېکټ نړیواله شورا حق لري چې پر افغان کرېکټ پیسې پر کمې کړي".
افغان ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس او نورو چارواکو له کرېکټ نړیوالې شورا سره د افغانستان د بشپړ غړیتوب مبارکی ویلې.
د افغان کرېکټ بورډ پر دغه بریا د کورنیو لوبغاړو سربېره ځینې بهرنیو لوبغاړو او کرېکټپوهانو دا ګام د افغانستان لپاره لاسته راوړنه بللې ده.