BBC
 شاته

شهزاده هري: افغانستان راسره د 'مور د مړینې' په غم کې مرسته وکړه

شاهزاده هری د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاده هري ۱۲ کلن و چې مور یې شهزادګۍ ډیانا پاریس کې ترافیکي پېښه کې ومړه.

د برتانیا د ملکې لمسی شهزاده هري د خپلې مور له مړينې شل کاله وروسته وايي، په افغانستان کې تر سره کړي ماموریت ورسره د مور د مړینې غم هېرولو کې مرسته کړې ده.

شاهزاده هري ۱۲ کلن و چې مور یې، شهزادګۍ ډایانا په فرانسه کې د موټر ټکر له امله ومړه. هري ویلي، د مور له مړینې وروسته تر رواني فشارونو لاندې و او رواني مشورې یې تر لاسه کولې.

۳۲ کلن شهزاده په یوه مرکه کې په ډاګه کړې چې د افغانستان ماموریت څرنګه د دې لامل شو چې د مور د مړینې له اندېښنو سره مبارزه وکړي.

دی وايي: " که په ۱۲ کلنۍ کې دې مور مړه شي، نو باید پر غم یې برلاسی شې... ما کلونه ونه شو کولای دا کار تر سره کړم، خو د افغانستان ماموریت هغه شېبه وه چې ما وویل سمه ده اوس باید جوړجاړی وکړو."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاهزاده هری په کندهار کې

هري، دوه ځلي په افغانستان کې ماموریت تر سره کړی دی. لومړنی هغه یې پټ ماموریت و چې په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوی و او لس میاشتې یې دوام وکړ.

کله چې د افغانستان په جګړه کې د هري د شتون خبر رسنیو ته درز وکړ، نو د دفاع وزارت نوموړی د امنیتي لاملونو له مخې برتانیا ته ور وغوښت.

دوهم ماموریت یې چې څلور میاشت یې وخت واخیست د ۲۰۱۳ په جنورۍ کې پاتی ته ورسېد.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاده هاري له ملکې الیزابت دوهمې سره او شهزاده فېلېپ سره.

شاهزاده هري په هلمند کې د برتانوي ځواکونو په ستره اډه کې د مرستیال پیلوټ، مرستیال توپچي او نورې دندې تر سره کړي دي.

نوموړی د شاهي کورنۍ دوهم غړی دی چې نېغ په نېغه د هېواد له ځواکونو سره یو ځای په جګړه کې برخه اخلي.

تر ده وړاندې یې تره، اکا پرینس انډرو د فالکلینډ په جګړه کې فعاله ونډه لرلې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاده هاري په افغانستان کې له نورو سرتېرو سره په انډیوالۍ چلند کاوه.
د انځور حقوق Getty Images