BBC
 شاته

وسله وال طالبان وايي د هلمند ځانمرګی برید دوی کړی

Image caption د افغانستان دفاع وزارت ویاند وايي برید د ولسي وګړو په منځ کې شوی.

د افغانستان په سویل ولایت هلمند کې یوه خصوصي بانک ته څېرمه ځانمرګی برید شوی چې امله یې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د هلمند د بست روغتون مشر مولاداد تابیدار وایي "تر اوسه ایمرجنسي روغتون ته ۲۹ مړي او ۶۰ ټپیان راوړل شوي."

د نوموړي په خبره په وژل شوو او ټپیانو کې پوځي او ملکي وګړي شته دي. په ټپیانو کې یوه ښځه هم ده. دغه پېښه "نوي کابل بانک" ته څېرمه رامنځ ته شوې.

وسله وال طالبان وايي دغه برید دوی کړی او موخه یې افغان امنیتي ځواکونه وو.

خو د افغانستان دفاع وزارت ویاند وايي برید د ولسي وګړو په منځ کې شوی.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل بریدګر چاودېدونکي توکې په موټر کې ځای پرځای کړي وو او د بانک په لومړنۍ پوسته کې یې چاودنه کړې.

ویل کېږي دغه برید هغه مهال رامنځ ته شو چې کڼ شمېر کسان د خپلو تنخاوو اخیستلو لپاره دغه بانک ته تللي وو.

دغه پېښه "نوي کابل بانک" ته څېرمه رامنځ ته شوې. د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه پېښه "نوي کابل بانک" ته څېرمه رامنځ ته شوې.

وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د کابل بانک پر څانګو ورته خونړي ځانمرګي بریدونه شوي.

د ورته بریدونو د مخنیوي او مرګ ژوبلې کمولو ته څه په کار دي؟

غزا نور، کابل

دغه خصوصي بانک له حکومت سره د تړون له مخې، افغان امنیتي ځواکونو ته معاش ور کوي.له همدې امله دا د کابل بانک پر یوه څانګه لومړنی برید نه دی، خو تر ټولو خونړی لومړنی برید پر ۲۰۱۱ کال په جلال اباد ښار کې و.

په هغه برید کې د زرعجم په نوم یو وزیرستاني ځوان تر ۴۰ کسان ووژل، چې د معاش اخیستلو لپاره یې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه.

له هغه راهیسې، په هلمند، پکتیا او نورو ولایتونو کې ان څو ځلې ورته پېښې تکرار شوې دي.

پر افغان حکومت نیوکه دا ده چې د سرتېرو تنخا یې یوازې کابل بانک ته سپارلې ده، ځینې خلک دا وړاندیز کوي چې دا ډول تړون دې له نورو بانکونو سره وشي، خو که داسې نه کېږي، څه په کار دي؟

که د تنخا په ورځو کې د پوځیانو لویو مرکزونو لکه قول اردو، یا لیوا کې د کابل بانک لنډمهالې ټپرۍ یا غرفه پرانیستل کېږي او له معاش ور کولو وروسته تړل کېږي، د ورته بریدونو او د هغو د مرګ ژوبلې کمولو کې ګټور تمامېدلی شي.

پر دې سربېره د ډېرې ګڼه ګوڼې مخنیوی په موخه په داسې بیروباري ورځو کې کابل بانک کولی شي، یوه ورځ ولس بله ورځ پوځ ته د معاش وېشلو لپاره وټاکي.

پر کابل بانک بریدونه

  • ۲۰۱۷، مې ۲۰مه: د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د کابل بانک پر یوې څانګې یوې ډلې ځانمرګو بریدګرو ډله ییز برید وکړ چې لږترلږه دوه کسان پکې ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.
  • ۲۰۱۴، د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د کابل بانک پر یوه څانګه ډله ییز برید لږترلږه اوه کسان ووژل او اوه نور یې ټپیان کړل.
  • ۲۰۱۲، د پکتیا ګردېز ښار کې د کابل بانک مخې ته چاودنې دوه پولیس ووژل او لس عام وګړي یې ټپیان کړل.
  • ۲۰۱۱، فبروري: د ختیځ ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د کابل بانک پر یوې څانکې برید لږترلږه څلوېښت کسان ووژل او تر اویا ډېر نور یې ټپیان کړل.
  • ۲۰۱۰، د بلخ مزار شریف ښار کې پر کابل بانک برید کې د شپږو ساتونکو سرونه غوڅ شوي او بانک یې لوټلی و. لومړی ساتونکي مسموم کړل شوي وو.

د بي بي سي‌ پښتو فیسبوک یوه کاروونکي نعمت الله ساحل لیکلي:

"دولت ټول مامورین همدغه یوه بانک ته مجبوره کړي چې معاش ورته په کې حواله شي، سره له دې چې لس ځله پر کابل بانک حملې وشوې دولت هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول تدابیر ورته و نه نیول.

بس محکومول دي او غندل دي. د اردو او پولیسو په هر مرکز کې باید د ضرورت پر اساس د بانک څانګې موجودې وای چې هېڅ اړتیا نوای پیدا شوې چې پنځوس نظامیان د لارې پر سر له ملکې خلکو سره یوځای په کتار کې ودریږي .

بل باید معاشونه پر نورو بانکو سره تقسیم شي چې هم بیروبار کم شي هم رقابت رامنځ ته شي. په دې کارونو سره به د تلفاتو کچه په مراتبو را ټیټه شي ."

اصف خان افریدی لیکي:

په روژہ کې بیا د اختر په ورځو کې داسې کار نه وو پکار .