BBC
 شاته

۱۳ کلنې نجلۍ څنګه د ۸۲ هېوادونو کتابونه ولوستل

عایشه عارف وایي د ۸۲ هېوادونو د کتابونو په لوستلو سره د اړوند ملتونو له کلتور، انقلابي جګړو او تاریخ خبره شوه.
Image caption عایشه عارف وایي د ۸۲ هېوادونو د کتابونو په لوستلو سره د اړوند ملتونو له کلتور، انقلابي جګړو او تاریخ خبره شوه.

عایشه ۱۳ کلنه ده، تراوسه یې د نړۍ له ۱۹۷ هېوادنو د ۸۲ هغو کتابونه لوستي او غواړي دا سفر نور هم اوږد کړي. عایشه د اتم ټولګي زدکوونکې ده، له ماشومتوب یې کتاب لوستل خوښ دي.

وايي، کوم کتابونه چې به مې مور را ته راوړل دومره مینه مې ورسره نه خو په وینا يې د کتاب لوستلو مینه یې زیاتېدله، او کله یې چې ورور کتابونه ورته را وړل، نو پوی شوه چې د خوښې وړ شی یې وموند..

"زما ژوند ور سره بدل شو، ځکه دا زما د خوښې کتابونه وو اوس مې کتاب لوستل په دود بدل شوي دي".

ورور یې ورته د لیمیني سنیکیټ څلور کتابونه سیریز اف انفورچونېټ ایوینټس یا د بدمرغه پېښو کتابونو لړۍ راوړي وو.

عایشه څنګه خپل ارمان ته ورسېده؟

عایشه وایي اول یې یوازې د برتانوي او امریکايي لیکوالو اثار لوستل، خو اوس د نړۍ د هر هېواد کتاب لوستل غواړي.

پاکستانۍ عایشه له برتانوۍ بلاګرې او لیکوالې این مورګن ډېره اغېزمنه ده. هغې پر ۲۰۱۲ کال په دا ډول د نړۍ د کتابونو لوستلو هڅه وکړه.

Image caption ماشومتوب کې چې نیا راته کیسې کولې، له هغو مې د کتاب لوستلو سره مینه شوه

عایشه وایي، خپل ارمان ته رسېدل په خیال سره اسان، خو په عمل کې ډېر ګران و، نه دومره پیسې وې او نه هم وسایل.

ځکه عایشې خواله رسنیو ته مخه کړه. په فیسبوک کې یې د نړۍ د هر هېواد یو کتاب لوستل په نوم پاڼه جوړه کړه.

په دغه برخه کې خپلې مور هم ورته لارښوونې وکړې او ژر دا پاڼه ډېره مشهوره شوه.

عایشې ته د نایجیریا د پخواني ولسمشر پیغام

عایشې خپل فیسبوک پاڼه کې د ۱۹۷ هېوادنو نومونه ولیکل، مخ ته یې تش ځایونه ورته پرېښودل، چې د اړوند هېوادونو خلک ورته غوره کتابونه وړاندیز کړي.

وروسته دا وړاندیزونه دومره زیات شول، چې له عایشې سره د مختلفو هېوادونو، لیکوالو، هنرمندانو او ان سیاسي مشرانو اړیکه ونیوله.

"زما لپاره تر ټولو یاد پاتې شېبه هغه وه چې د نایجیریا پخواني ولسمشر ګوډ لک جنتن فیسبوک کې راته پیغام پرېښود او د خپل هېواد غوره کتابونه یې په کې وړاندیز کړي وو. خو بده یې دا ده چې یو چا زما اکاونټ رپوټ وکړ، د کم عمرۍ له امله د فیسبوک ادارې زما هغه ګڼون ختم کړ، ور سره د هغو ټولو خلکو اړیکه هم ورکه شوه".

عایشه همت له لاسه ور نه کړ او د خپلې مور له اکاونټه یې خپله پاڼه جوړه کړه، نوی اکاونټ یې هم جوړ کړ، نوي او پخواني فیسبوک ملګري یې پیدا کړل، خو هغه پخوانۍ ډیټا یې ترلاسه نه کړه.

عایشه په دې برخه کې د کورنۍ احسانمنه ده.

"مور مې د فیسبوک کارول را زده کړل، دا یې هم راته وویل، چې څنګه له خلکو سره خبرې وکړم. ټولې کورنۍ را سره مرسته وکړه، ماشومتوب کې چې نیا راته کیسې کولې، له هغو مې د کتاب لوستلو سره مینه شوه، ورور مې داسې کتابونه را کړل چې زما ذوق یې جوړ کړ، پلار مې هم له نړۍ کتابونه راته وپېرل، خو کله یې هم د ګرانې بیې پروا ونه کړه".

د عایشې پلار ډاکټر او مور یې ښوونکې ده، هغوی تل دا هیله درلوده چې د نړۍ کتابونه ولولي، خو اوس د دوی ارمان عایشې پوره کړ.

عایشه کوم کتابونه لولي؟

عایشه وايي، یوازې د هغو لیکوالو کتابونه لولي چې خپل ډېر ژوند یې په پلرني هېواد کې تېر کړی وي:

"دویمه خبره دا ده چې کتابونه یې زما له عمر سره برابر وي، ځکه زه ۱۳ کلنه یم او د لویانو کتابونه لوستلی نه شم".

Image caption د عایشې پلار ډاکټر او مور یې ښوونکې ده، هغوی تل دا هیله درلوده چې د نړۍ کتابونه ولولي

عایشه عارف وایي د ۸۲ هېوادونو د کتابونو په لوستلو سره د اړوند ملتونو له کلتور، انقلابي جګړو او تاریخ خبره شوه.

عایشه د نورو هېوادونو د کتابونو لوستلو کې له لویې ستونزې سره مخ ده، ځکه د دغو هېوادونو لیکلي اثار په انګریزي ژبه کې نه شته.

نوموړې وايي، یو ارمان یې دا دی چې دغه ژبې زده کړي، خو اوس دا کار ورته شونی نه دی. دویم دا چې د دغو ژبو د داسې کتابونو د موندلو هڅه روانه وساتي چې انګریزي کې وي.

عایشه عارف وايي، غواړي لیکواله شي، ځکه د کتاب لوستلو لړۍ غځوي.

هغه زیاتوي، چې کله د هر هېواد یو یو کتاب ولولي، نو د کتاب لوستلو بله لار به غوره کړي چې د مطالعې سره یې اړیکه کې پاتې شی.