BBC
 شاته

د برسلز پولیسو د اورګاډي تمځي کې پر 'ځانمرګي' ډزې کړې

تمځي ډېر ژر د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شو د انځور حقوق AFP
Image caption تمځي ډېر ژر د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شو

د بلجیم پولیس وایي، پر هغه سړي یې ډزونه کړي، چې د برسلز د اورګاډي تمځي کې یې د ځانمرګي پلان درلود.

په دې پېښه پسې پولیسو د اورګاډي تمځی او ور سره نږدې ډګر تش کړ، له کسبکارو او هوټلوالو یې وغوښتل چې له سیمې ووځي.

رویټرز خبري اژانس وایي، په دې پېښه کې له 'بریدګر' پرته بل څوک زیانمن شوي نه دي.

د تېر کال مارچ میاشت کې د برسلز پر هوايي ډګر او مترو تمځي خونړۍ پېښه کې ۲۳ کسان ووژل شول.

د پاریس او بروکسل بریدونو 'همغږی کوونکی' وپېژندل شو

داعش د هغې پېښې مسوولیت ومانه.

د برسلز د پولیسو ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي: " د ښار په مرکزي تمځي کې پېښه شوې او ور پسې چاودنه شوې، خو پولیسو هغه سړی بې وسلې کړی چې باروت ور سره و".

" اوس اوس امنیتی ځواکونه او پولیس په سیمه کې ډېر شوي او حالت کنټرول دی".

ځايي ورځپاڼه "لیبر بلجیم" د کارپوهانو له خولې وايي، په نښه شوي سړي یو بکس او د باروتو ملاوستونی (کمربند) درلود.

ورځپاڼه زیاتوي "بریدګر" چې د پولیسو پر شک وپوهېد، باروت یې وچاودول. دا چاودنه کوچنۍ بلل شوې ده.

الله اکبر نارې

څو نورو بلجيمي رسنیو د شاهدانو له خولې لیکلي، چې وژل شوي کس "الله اکبر" نارې وهلې.

د انځور حقوق AFP
Image caption پولیسو خلک خوندي ځای ته ولېږدول

ارش اعظمي له چاودنې سملاسي وروسته تمځي ته رسېدلی.

هغه بي بي سي ته وویل: " کله چې تمځي ته ننوتم، امنیتي ځواکونو په لوړ غږ را نه وغوښتل چې له دې ځای ووځم".

" شاوخوا خلکو پر سړک منډې وهلې، هڅه یې کوله چرته پټ شي، ما هم داسې وکړل".

د برسلز د اورګاډي مرکزي تمځی په اروپا کې د تګ راتګ خورا له ګڼه ګوڼې ډک تمځی دی.

په دې پېښه پسې دغه تمځي ته د ډېرو اروګاډو تګ لنډمهال ځنډول شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د تېر کال له برید راهیسې تمځیو کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي