BBC
 شاته

افغان کډوال وايي پاکستان کې ژوند ورته تر بل هر وخت سخت دی

پاکستان مېشتي افغان کډوال چې له تېرو درې نیمو لسیزو راهیسې هلته د کډوالۍ ژوند کوي، وايي اوس له تر ټولو سخت وخته تېرېږي. د دې کډوالو په خبره اوس نه هم ځايي ولس او نه هم پولیس او امنيتي ځواکونه ورته په ښه سترګه ګوري.

د کډوالو د اوونۍ په لړ کې مو نن په دغه هېواد کې د کډوالو له حاله خبروو. خدای نور ناصر د راولپينډۍ د روات کلي د یوه افغان کډوال کیسه په دې رپوټ کې کوي.