BBC
 شاته

اولمپیک ۲۰۱۶: افغان لوبغاړي لومړنۍ سيالي وبايلله

Image copyright GETTY IMAGES

د برازيل د ريو ۲۰۱۶ کال اولمپيک سياليو کې افغانستان خپله لومړنۍ سيالي وبايلله.

دا د افغان لوبغاړي محمد توفيق بخشي او د پورتګال جورج فونيسکا تر منځ د ۱۰۰ کيلوګرامه وزن سيالي وه.

ښاغلي بخشي و نه توانېده چې د جورج فونيسکا پر وړاندې مقاومت وکړي او د لوبې د پيل په څو ثانيو کې يې لوبه وبايلله.

په ریو کې د افغانستان لوبډلې د کاروان مشر غلام رباني رباني بي بي سي ته وویل د دغې لوبې بایللو دلیل په هېواد کې د امکاناتو نشتوالی دي.

د پورتګال جورج فونيسکا د دغو سياليو بل پړاو ته لار ومونده.

په اولمپيک سياليو کې کیمیا یوسفي لوبه د اګست پر ۱۲ نېټه ده. اغلې يوسفي به د ښځينه وو د ۲۰۰ متره واټن منډې وهلو په دې سيالۍ کې برخه اخلي.

Image copyright AFP

افغان لوبغاړي په دې نه وو توانېدلي چې په خپل مټ اولمپيک سياليو ته لار پيدا کړي.

د اولمپيک کمېټې ۳ افغان لوبغاړو ته د ځانګړي يا سپين کارتونو له مخې په دغو سياليو کې د برخې اخیستو اجازه ورکړې ده.

افغانستان له ۱۹۳۶ کال راهیسې ۱۲ ځله د اولمپیک نړیوالو دوبنیو لوبو کې ګډون کړی، چې له هغې ډلې یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو سیالیو څخه دوه د ژېړو يا برونزو مډالونه ترلاسه کړي، خو تر دې دمه یې په ژمنیو اولمپیک لوبو کې ګډون نه دی کړی.