BBC
 شاته

پښتونخوا کې مېشتو افغان کډوالو له عمران خان سره لیدلي

Image copyright AP
Image caption د افغان کډوالو دغه ۱۲ کسیز پلاوي له عمران خان سره لیدنه کې د پولیسو لخوا ددوی د ځورولو شکایت کړی

د پښتونخوا ایالت او نورو سیمو د افغان کډوالو استازیو نن پنجشنبه په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره وليدل او د خپلو ستونزو په هکله يې ورسره خبرې کړې دي.

د کډوالو استازي وايي، عمران خان ورسره ژمنه کړې چې ددوی ستونزې به حل کړي.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند دا مهال په پښتونخوا ایالت کې واکمن دی.

د افغان کډوالو دغه ۱۲ کسیز پلاوي له عمران خان سره لیدنه کې د پولیسو لخوا د دوی د ځورولو شکایت کړی.

د حاجي شرافت په نامه ددغو کډوالو یوه مشر له بي بي سي په خبرو کې وویل، عمران خان ته يې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه هم ورکړې دي.

حاجي شرافت زیاتوي، په دې وروستیو کې د پښتونخوا پولیس نه یوازې هغه افغان کډوال چې کارټونه نه لري ځوروي، بلکې هغه چې کارټونه لري هم ورڅخه خلاص نه دي.

د جمیل ځدراڼ په نامه د کډوالو یو بل مشر بیا وايي، د پولیسو لخوا له دوی سره پر ناوړه چلند عمران خان له دوی بخښنه غوښتې او د اړونده چارواکو غونډه يې رابللې.

Image caption پښتونخوا څخه په دې وروستیو کې ډېری افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنېږي

پښتونخوا نه دا وروستیو کې ګڼ افغان کډوال بېرته ستانه شوي دي.

خو بل لور ته هلته یو شمېر پاتې کډوال وايي دوی به د پاکستان حکومت لخوا له ټاکل شوي ضرب الاجل مخکې و نه توانیږي خپله سوداګري راټوله کړي.

دوی وايي باید د کډوالو ستېندو لپاره ټاکل شوې موده وغځول شي.

خو د پاکستاني چارواکو په خبره د دسمبر وروستۍ نېټه ددې کډوالو په پاکستان کې د پاته کېدو وروستۍ ورځ ده او داسې نه ښکاري چې دا نېټه به بیا وغځول شي.