شاته

اروپا ته د مهاجرینو د تگ شمیره کمه شوې

د اروپایي ټولنې د سرحدونو د ساتنې اداره وایي چې د اپریل د میاشتې راهیسې د هغو غیر قانوني پناه غوښتونکو شمیر چې د ترکیې له لارې د اژه سمندرگي څخه په تیریدو اروپا ته راتلل پوره کم شوی دی. خو ددغې ادارې د مقاماتو په وینا اوس ایټالیا د هغو مهاجرینو لومړۍ لیکه شوی ده چې په عمومي توگه له لیبیا څخه د مدیترانې بحیرې نه په تیریدو اروپا ته مخه کوي.

د فرنتیکس یا د اروپایي اتحادیې د سرحدونو د ساتنې رئیس فابریس لگیري ویلي دي چې د ٢٠١٦ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاو خوا ۳۶۰ زره غیر قانوني مهاجر اروپا ته رسیدلي دي چې د تیر کال د عین وخت په پرتله یې شمیره زیاته وه، خو د هغه په وینا د پناه غوښتونکو سیلاب د اپریل د میاشتې راهیسې کم شوی دی.

ښاغلي لگیري وویل چې اوس ایټالیا د یونان ځای نیولی دی او دا هیواد د تازه راتلوونکو مهاجرو په لومړني تم ځای بدل شوی دی.

مهاجر په کوچنیو او زړو بېړیو کې د سمندري خطرناکې لارې اروپا ته ځي

مهاجر په کوچنیو او زړو بېړیو کې د سمندري خطرناکې لارې اروپا ته ځي

هغه وویل چې اوس هره ورځ ۷۵۰ نوي مهاجر ایټالیا ته او ٥٠ نوي مهاجر یونان ته داخلیږي.

د فرنتیکس ادارې ویلي دي چې د ٢٠١٥ کال په اوږدو کې څه دپاسه یو میلیون او ٥٠٠ زره مهاجر او پناه غوښتونکي د منځني ختیځ په ځانگړې توگه د افغانستان، عراق او سوریې څخه په غیر قانوني توگه اروپا ته راغلل چې اکثره یې لومړی یونان او بیا جرمني او سویډن ته لاړل.

ددې ادارې ویاند ویلي چې د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ د معاملې له مخې ترکیې موافقه کړې چې د مالي مرستو او سیاسي امتیازونو په بدل کې په خپله خاوره کې د غیر قانوني مهاجرو مخه ونیسي، همداشان د یونان او مکدونیا ترمنځ پوله تړل شوی چې دغه دوه لاملونه ددې سبب شوي چې د اژه سمندرگي او یونان له لارې د غیر قانوني مهاجرو شمیره راکمه شي.

په دې ترڅ کې د بشري مرستو د رسولو یوې موسسې د سه شنبې په ورځ په پخل تویتر پاڼه کې په مدتیرانې بحیرې کې د ۴٠٠ مهاجرو د ژغورلو خبر ورکړی دی.

دغې بشري ټولنې په خپل پیغام کې همداشان لیکلي دي چې د څلور تنو پناه غوښتونکو مړي یې هم موندلي دي چې د لیبیا او ایټالیا تر منځ له خطره ډک سمندري سفر په ترڅ کې ډوب شوي دي.

په مالتا کې میشت د MOAS په نامه ددې بشري ټولنې د مرستې رسونې کښتیو د هغو مهاجرو د ژغورنې په عملیه برخه اخیستې چې ورستې او زړې بېړۍ یې د مدیترانې په څپانده او توپاني اوبو کې ډوبې شوي وې.

اروپایي ټولنه دې ته تیاره ده چې د فرنتکس د ادارې نوم چې په وارسا کې میشت ده د اروپا د ساحلي او سرحدي ساتوونکو د ادارې په نامه واړوي او د ٢٠٢٠ کال پورې د هغې د کارکوونکو شمیره دوه چنده کړي او بودجه یې ۳۲۲ میلیون یورو ته لوړه کړي.