شاته

کابل کې د جرمني سفارت سره نږدې موټر بم چاودنه شوې

نن سهار اته بجې او شل د کابل ښار د زنبق په څلور لارې کې د جرمني سفارت سره نږدې یوه زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې مرګ ژوبله هم پیښه شوې ده.

د کابل پولیسو امریکا غږ اشنا راډیو ته دا پیښه تائید کړه او ویې ویل چې په برید کې مرګ ژوبله هم پیښه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند د خپل فیس بوک پر پاڼه د زنبق په څلورلارې کې چاودنه تائید کړې، خو په اړه یې نورجزئیات نه دي ورکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو رئیس محمد اسمعیل کاووسي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تراوسه د پیښې له ځایه ۶۷ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

هغه وویل چېپه دې برید کې یو شمیر کسان وژل شوي هم دي.

په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې د دغې جاودنې له امله د جرمني سفارت اود روشن مخابراتي شبکې د دفتر د دیوالونو یوه برخه هم نړیدلې ده.

پولیسو د چادونې ځای ته ټولې غځیدلې لارې تړلي دي، چې د دغې سیمې شاوخوا سیمو ته یې د خلکو تګ راتګ د ستونزو مخ کړی دی.

دغې چاودنې له امله د سر د زیان سربیره د چاودنې شاوخوا سیمو کې د ډيرو ودانیو ښیښې هم ماتې شوي دي.

دا چاودنه دومره زوروره وه چې نږدې د کابل ښار په اکثرو سیمو کې یې لوړ غږ اوریدل شوی دی.

په امریکا کې د افغانستان سفیر چې دا مهال په کابل کې دی، د خپل ټویټر په پاڼه د دغې چادونې په اړه لیکلي چې په لومړي سر هغه دا ګمان کوه چې زلزله شوې ده.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه اخیستسی.