شاته

ترکیې د داعش په ضد عملیات پراخ کړي

ترکیې د اسلامي دولت د ډلې په ضد پوځي عملیات چټک او پراخ کړیدي.

د ترکیې حکومت د روان کال په پېل کې په استانبول کې د اسلامي دولت د ډلې د حملې نه وروسته پریکړه وکړه چې دغه عملیات پراخ کړي.

د ترکیې یوې غیر حکومتي ادارې ( بیلیسم دانیسونلیک) چې دغه ارقام یې راټول کړیدي وایي چې سږ کال د اسلامي دولت د ډلې اته تنه ترهگر وژل شویدي. په دی برسېره د ترکیې حکومت شاوخوا ٥٠٠ تنه نور نیولې دي او ٥٢٥ تنو ته سزاگانې اورول شوي.

د ترکیې حکومت ویلي چې په ورستیو کې یې د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت د ډلې په ضد پوځی عملیات مکمل کړیدي. په دغو عملیاتو کې یې د اسلامي دولت د ډلې لږترلږه ٢٢٨٨ غړي وژلې دي.

د یادونې وړ ده چې په ترکیې باندې داسې تورونه لږیدل چې ترکیه د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو نه هغه کسانو ته سوریې او عراق ته د داخلیدو اجازه ورکوي چې د اسلامي دولت په ډلې کې شامېلیدل غواړي.

د اسلامي دولت ډلې په ترکیې څو ځله حملې کړیدي چې پکې په سلگونو تنه وژل شوي. د هغه وخت راهیسې چې دغې ډلې په ترکیې کې حملې شروع کړیدي، ترکیې هم د ٢٠١٥ کال راهیسې په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې په ضد عملیات زیات کړل.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال ویسي کیناک وایي چې په تیرو دوو کلونو کې یې ٧۴٠٠٠ هغه بهرنیان بیرته شړلې چې غوښتل یې د ترکیې د لارې سوریې او عراق ته ولاړ شي او د اسلامي دولت د ډلې سره یوځای شي.

پرون د یکشنبې په ورځ په انقرې کې پولیسو د اسلامي دولت د ډلې دوه تنه ووژل. د انقرې والي وویل چې دغو ترهگرو د لوبو په یو میدان کې د ولسمشر طیب اردوغان د سیاسي گوند د غونډې په وخت د حملې پلان جوړ کړی و.

متیهان ډمیر چې په ترکیې کې د دفاعي او امنیتي چارو کار پوه دی، د امریکا غږ ته وویل چې ښیی د اسلامي دولت ډلې په دغې غونډې د حملې نیت کړی وو او دغې غونډې ته اردوغان هم ورتللو. هغه وویل "دا د ترکیې حکومت ته د اسلامي دولت ډلې یو څرگند پیغام دی."

ډمیر زیاته کړه چې د استانبول د حملې نه وروسته د ترکیې پولیسو د اسلامي دولت د ډلې شاوخوا سل تنه غړي نیولي دي.

د ترکیې حکومت د اسلامي دولت د ډلې په ضد په داسې وخت کې دا اقدامات کوي چې په دغه ملک کې د ناکامې کودتا نه وروسته حکومت د سیاسي مخالفینو په خلاف هم گامونه پورته کړیدي. د ترکیې حکومت په زرگونو تنه د کارونو نه لیرې کړي او په سلگونو نور یې په زندان کې اچولي.

د ترکیې یو لوړپوړي چارواکي د امریکا غږ ته وویل چې ترکیه د اسلامي دولت د ډلې او د هر ډول ترهگرۍ ختمولو ته تیاره ده.

Facebook Forum