BBC
 شاته

د پوهنې ډګر کې د پښتنو زده کوونکو لپاره په مورنۍ ژبه د ښوونکو کموالی

افغانستان کې د پوهنې وزارت وايي ښوونځيو کې یې د زده کونکو څلوېښت سلنه پښتانه دي خو په مورنۍ ژبه يې د زده کړو ښوونځي او ښوونکي کم دي.

پلازمېنه کابل کې یو شمېر زده کوونکو بي بي سي ته ویلي هلته چې د پښتو ژبې ښوونځي شته، ښوونکي یې بيا په پښتو ښوونه نشي کولی دی.

پاکستان کې هم، سره له دې چې د اتلسم ترميم له مخې په مورنۍ ژبو صوبو ته د زده کړو حق ورکړل شوی، خو پښتونخوا کې لا اوس هم ډېرو لپاره په مورنۍ ژبه د زده کړو نشتوالی يوه لويه ستونزه ده.

د مۍ ۲۹ مې د پښتو ورځې په پلمه نورګل شفق کابل کې پښتو ژبو ښونځيو ته کتنه کړې ده.