'د کابل ۷۰ سلنه ځمکې لاندې اوبه ککړې دي'
افغانستان کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي د کابل ۷۰ سلنه ځمکې لاندې اوبه غیرصحي دي او د کارونې وړ نه دي.
د دغې ادارې چارواکي وايي ډېری دغو اوبو کې کیمیاوي توکي او ځیني باکتریاوې ګډي شوي، چې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.
د نوموړې ادارې چارواکي زیاتوي که د دې ستونزې پر هوارولو کار ونه شي کابل ښاریان به د اوبو د ککړوالي سره سره د اوبو له کمښت سره هم مخامخ شي.
- هند: په هوا کې د کثافاتو غورځوونکو الوتکو شرکتونه به جریمه شي
- ناروې کې له کثافاتو ترلاسه شوې برېښنا
- په نړۍ کې نیمايي خوراکي توکي -کثافاتو ته لوېږي-
اوسمهال د کابل ګڼ شمېر اوسېدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخلي.
د چاپېریال ساتنې د ادارې په خبره د دغې ستونزې د هوارۍ مخه د قانون نه پلی کول، اداري فساد او د سالم مدیریت نه شتون نیسي.
د دغې ادارې د پالیسۍ جوړونې مشر محمد کاظم همایون بي بي سي ته وویل، د اوبو د ککړتیا لوی لامل کیمیاوي توکي او کثافات دي.
د ښاغلی همایون په وینا:" د پلازمېنې اوبه د کابل له سیند څخه تغذیه کېږي خوله بده مرغه دغه سیند ټول له کثافاتو ډک دی".
د ښاغلي همایون وړاندیز دا دی چې خلکو ته دې د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لارښوونه وشي.
که دغه ستونز همداسې پاتې شي، ښاغلی همایون خبرداری ورکوي چې داسې ورځ به راشي چې د کابل خلک د پاکو اوبو د نشتوالي له کبله، له دغه ښاره کډه شي.
دی د چین او ایران د ځینو ښارونو بېلګې وړاندې کوي چې خلک په کې د ورته ستونزې له تجربه کولو وروسته، کډې کولو ته اړ شوي.
- لونګ، د هميم جلالزي په قلم- حشرونه او د خير ښېګڼې کارونه
- د استاد منلي کالم، دا کابل دی- سر پسې مه خوږوه
د چاپېریال ساتلو ملي اداره د افغانستان ځینې نور ښارونه هم یادوي چې اوبه یې پاکې نه دي.
د ناپاکو اوبو چښل ماشومانو کې د نس ناستي او نورو خطرناکو ناروغیو یو لامل بلل کېږي.
کابل ښار نه یوازې دا چې اوسمهال تر ټاکل شوې کچې د ډېرو وګړو کوربه دی، بلکې د یو شمېر شرکتونو او وګړو له خوا د کیمیاوي موادو، پلاستیکونو او کثافاتو اچول دغه ښار کې د ککړتیا لوی لامل دی.