شاته

افغان قرغز ماشومان قرغزستان ته د زده کړو لپاره ځي

د بدخشان د پامیر د غرونو د قرغز اوسیدونکيو ۲۸ ماشومان قرغزستان ته د زده کړو لپاره استول کیږي، له دغو ماشومانو سره یې د کورنۍ یو یو غړی هم بیول کیږي.

د بدخشان د پامیر غرونو کې له میشتو قرغزو سره د قومي اړیکو په خاطر د خوراکي موادو او نورو ضروري شیانو مرستې کوي.

دغه هیواد تیر کال په پامیر غرونو کې میشتو قرغزو ته خوراکي مواد رالیږلي وو خو اوس غواړي چې ددغو خلکو ۲۸ تنه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه و تر ۱۲ کالو وي قرغزستان ته د زده کړو لپاره بوځي.

د بدخشان د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار وايي چې د بدخشان والي او د واخان ولسوال د قرغزستان په بلنه ورغلي وو او هلته یې ورسره په دې توافق کړی چې د افغانستان قرغزو ته به په وړیا توګه د زده کړو زمینه برابروي.

((د بدخشان والي او د واخان ولسوال د قرغزستان له خوا غوښتل شوي وو هلته په دې توافق رسیدلي چې د بدخشان له قرغزو سره به د زده کړو په برخه کې مرسته کوي.))

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وايي چې د لومړي ځل لپاره ۲۸ ماشومان بیول کیږي. د بدخشان قرغز اوسیدونکي له اقتصادي پلوه کمزوري دي دوي د مالدارۍ له لارې ژوند مخکې وړي او په داسې غرونو کې ژوند کوي چې واورې یې له سرونو نه کمیږي.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وايي ((۲۸ تنه ماشومان قرغزستان ته لیږل کیږي چې د کورنۍ مشران یې هم ورسره دي اوس مهال یې د تګ لپاره قانوني اسناد برابریږي او له هغې وروسته به ولیږل شي.))

د دبدخشان خلک وايي چې دغه ماشومان د کورنیو له مشرانو سره بیول کیږي کیدای شي څه موده وروسته یې مشران خپلې کورنۍ هم وغواړي.

چارواکي وايي چې کیدای شي قرغزستان له دغو ماشومانو پرته یو شمیر نور هم د زده کړو لپاره وغواړي، د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وايي چې په دویم پړاو کې به قرغزستان ته د زده کړو لپاره د تلوونکو ماشومانو شمیر زیات وي.

د بدخشان د ولایتي شورا ریس عبدالله ناجي نظري وايي چې قرغزستان د نژاد له پلوه په بدخشان کې له قرغزو سره مرسته کوي ځکه چې افغان قرغز هم له اقتصادي پلوه کمزوري دي

((قرغزستان د پامیر له قرغزو سره نژادي اړیکه لري، دغه خلک له اقتصادي پلوه کمزوري دي په یوه داسې جغرافیه کې ژوند کوي چې له هر ډول ستونزو سره مخ دي، نو قرغزستان هم په دې خاطر چې له دغو خلکو سره یې مرسته کړي وي ځینې ماشومان یې د زده کړو لپاره قرغزستان ته بیايي.))

د ۱۳۸۱ لمریز کلونو کې د قزاقستان له خوا هم ټول هغه قزاقان چې د کندوز په انګورباغ، امام صاحب او دشت ارچي کې میشت وو له کورنیو سره وغوښتل شول.

د بدخشان د پامیر د غرونو میشت خلک له هر ډول دولتي او غیر دولتي سهولتونو څخه بې برخې دي، ددغې سیمې د قرغزو استازې هر کال هغه وخت چې هوارې ته د راتلو لارې یې پرانستل شي دولتي ادارو ته د خپلو ستونزو د حل لپاره مراجعه کوی، مګر تر اوسه ددغې لرې پرتې سیمې خلکو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

Facebook Forum