شاته

هلمند کې د طالبانو له زندان څخه یوولس بندیان خوشې شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تېره شپه افغان پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو عملیات په پایله کې د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو له یو زندان څخه یوولس بندیان خوشې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې طالبانو دا بندیان د نادعلي ولسوالۍ د ناقل اباد په سیمه کې په خپل زندان کې ساتل چې تېره شپه د افغان پولیسو ځانګړو ځواکونو هغوی له دغه زندان څخه راخوشې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په ازاد شویو بندیانو کې شپږ یې د افغان امنیتي ځواکونو منسوبین دي او پاتې پنځه یې ملکي افغانان دي.

دا بیان وایي، چې سیمې ته د افغان پولیسو د ځانګړو ځواکونو له رسېدلو سره سم وسله والو طالبان له سیمې تښتیدلي، نو ځکه په دغو عملیاتو کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی.

د دې وړاندې هم افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په ملتیا د هلمند په ولایت کې د طالبانو شپږ زندانونه مات کړي وو چې له امله ۲۴۰ بندیان له دغو زندانونو ازاد شوي وو.

د هلمند ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي، چې وسله وال طالبان د د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې ډېر زندانونه لري، چې دغې ډلې سره د افغان امنیتي ځواکونو د بندیانو د ساتلو سربېره یو شمیر هغه کسان هم ساتل کیږي، چې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د اړیکو د لرلو په تور نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

وسله والو طالبانو د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د مخه طالبانو دغسې رپوټونه ناسم ګڼلي وو.

د بلې خوا د کورنیو چارو وزارت په یو بل بیان کې تېره شپه د غزني ولایت د واغظ په ولسوالۍ کې په یو هوایي برید کې د لس طالب وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.

دا وزارت وايي، چې دا هوایي برید د واغظ په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یو مرکز شوی دی، چې په پایله کې یې لس طالب وسله وال وژل شوي دي.

طالب وسله والو په دې اړه هم تراوسه خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

Facebook Forum