BBC
 شاته

ملګري ملتونه: موصل ښار کې "ولسي وګړو ته لوی ګواښ" پېښ دی

western Mosul, 27 May. د انځور حقوق Reuters
Image caption عراقي پوځ د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره په تېر اکتوبر کې عملیات پيل کړل. له هغه راهیسې سلګونه زره خلک اړ شوي چې له موصله وتښتي.

ملګرو ملتونو خبراداری ورکړی دی د عراق موصل ښار کې د داعش پرضد جګړه کې ایسار ملکي وګړي د جګړې د پیل نه راپدېخوا تر ټولو زیات ګواښ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیموونکي وايی خلک نه یوازې د خوړو او دوایانو د کمۍ له ګواښ سر مخامخ دي بلکې هغه کسان چې غواړي له ښاره ووځي د وسله والو له خوا ویشتل کېږي.

عراقي ځواکونه وايی موصل کې د پرمختګ په حال کې دي.

د موصل ښار اوسېدونکي وار د مخه له سختې جګړې او د اوبو او برېښنا له کمښته کړېدل، خو اوس په داسې یو حالت کې راګیر دي چې هره خوا ورته د سر خطر دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption موصل ښار کې ولسي وګړي جګړه کې ایسار پاتې دي.

په داسې حال کې چې عراقي پوځ د زاړه ښار پر لور پرمختګ کوي، ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې د داعش ډلې وسله والو ولسي خلک د زغرو په توګه کاروي.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشرې لیز ګراندې بي بي سي ته وویل، داعش ډله په لوی لاس په موصل ښار کې مېشتې کورنۍ په نښه کوي.

اغلې ګراندي وايي: "موږ پوهېږو چې د موصل ښار پر لوېدیځه برخه راتلونکی برید به تر ټولو سخت وي. تر ټولو لوی ګواښ به ولسي وګړو ته ور پېښ وي. بلکې په دې ټولو عملیاتو کې دوی له ګواښ سره مخ ول."

مېرمن ګراندي زیاتوي: "په دې هم خبر یو چې د داعش ډله په لوی لاس هغه کورنۍ په نښه کوي چې له ښاره د تېښتې هڅه کوي. خواړه او درمل هم ډېر نه دي پاتې، اوبه او برېښنا هم نشته. له ټولو نښو داسې مالومېږي چې هلته راګير ولسي وګړي له جدي ګواښ سره مخامخ دي."

د انځور حقوق AFP
Image caption د موصل په جګړه کې تر ۵۰۰٫۰۰۰ ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

په سیمه کې د امریکایي پوځ یو قومندان ډګروال جان هابېکر هم دا مني چې په روانو عملیاتو کې ولسي وګړو ته د سر او مال زیان وراوښتی، خو ټینګار کوي چې د ژغورنې لپاره یې باید عراقی پوځ زور وکاروي او بېړه وکړي.

د ډګروال هابېکر په وینا: "عراقی پوځ که په هرڅومره چټکۍ پرمختګ کوي او زور کاروي، ولسي وګړو ته د زیان ور اوښتلو امکان هم هماغومره ډېرېږي."

ډګروال هابېکر ملکي خلکو ته دواړو حالاتو کې پېښ ګواښ په اشاره وايي: "خو که بېړه ونه کړي نو کېدای شي ولسي وګړو ته ډېر زیان ور وا نه وړي، خو بیا به همدا ولسي وګړي د داعش په څېر یوې وحشي ډلې ته ور پاتې وي."

عراقي پوځ د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره په تېر اکتوبر کې عملیات پيل کړل. له هغه راهیسې سلګونه زره خلک اړ شوي چې له موصله وتښتي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption عراقي امنیتي ځواکونه وايی موصل کې د پرمختګ په حال کې دي.

د تېرې جنورۍ په میاشت کې د عراق حکومت اعلان وکړ چې د موصل ښار ختیځه برخه یې له داعش ډلې بېرته نیولي ده. خو د موصل زوړ ښار او لوېدیځې برخې لا هم د دې ډلې په ولکه کې دي.

په دې عملیاتو کې د زرګونو عراقي پوځیانو ترڅنګ کردي پېشمرګه، د سني عربو قبایل او یو شمېر شیعه ملېشې هم د داعش پر ضد جنګېږي. د امریکا جنګي الوتکې او پوځي سلاکاران هم ورسره مرسته کوي.