BBC
 شاته

افغان ځواکونو د طالبانو له بنده ۱۱ کسان خوشي کړي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی

د افغانستان د کورنیو چارو وزات وايي، په سوېلي هلمند ولایت کې یې د طالبانو له بنده یوولس کسان راخوشي کړي، چې شپږ پکې افغان سرتېري او پنځه یې ولسي وګړي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو اړوندو یوه زندان کې ساتل کېدل.

سرچینه زیاتوي، افغان ځانګړو ځواکونو ددغو کسانو د خلاصون په موخه عملیات وکړل، چې پایله کې طالبان له سیمې وتښتېدل او یاد بندیان خوشي شول.

د جګړې لومړۍ کرښه کې نښه ویشتونکي او شین چای

''۳۰۰ امریکايي پوځیان هلمند ته ځي''

افغان امنیتي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، تېره شپه د غزني واعظ ولسوالۍ کې د اورپکو پر یوه پټنځي بمبار شوی چې په وینا یې لږترلږه د طالبانو ۱۰ جنګیالي پکې وژل شوي.

طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

د روژې پر لومړۍ ورځ (شنبې/ مې ۲۷مه) د افغانستان سوېل ختیځ خوست ښار کې د ګڼې ګوڼې پرمهال موټربم ځانمرګي برید لږترلږه ۱۸ کسان ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل.