شاته

په روسیې کې کمونست ګوند غواړي ځوانان ځان ته جلب کړي

د روسیې کمونسټ ګوند، چې د شوروي اتحاد په دور کې حاکم ګوند و، د دغه ګوند د پیشآهنګانو د تاسیس ۹۵ کلیزه لمانځي.

د روسیې د کمونسټ ګوند مشر جینادي زوګانوف وايي، ،،یوه لویه ډله ځوانان نن د کمونسټ ګوند د پیشآهنګانو سره یو ځای شول. .. . په دې وروستیو کې ۶۰ زره ځوانان د کمونسټ ګوند غړیتوب منلی دی. ګوند اوس هم شته او پرمخ روان دی،،.

خو کمونیسټ ګوند، د دغه ګوند د ۷۳ کلن مشر په څیر، زوړ شوی دی.

اګوررودیانوف هنرمند دی او د کمونست ګوند مشر دی. هغه وویل ،،دا خبره صحیح ده چې وايي د کمونسټ ګوند د متقاعدینو ګوند دی، خو تر یو حده. دا ځکه چې اوس د یو نسل نه بل نسل ته د مسولیتونو انتقال روان دی. زوړ نسل ځای پریږدي، خو البته په ډیر مشکل سره او دوی زړه نازړه دي،،.

د روسیې کمونسټ ګوند داسې د ولسي او غربي کلتورونو داسې تصویرونه استعمالوي چې ځوانان ځان ته راجذب کړي. خو، دا ګران کار دی چې د روسیې اوسني ځوانان دي کمونیزم ته مخه کړي.

یو زده کوونکې وویل: ،،څوک دا نه شي ویلای چې کمونیزم ښه و او که بد. دا امکان نه لري چې بیرته دې د کمونیزم دورې ته ولاړ شو، داسې لکه چې امکان یې نه شته چې بیرته ګذشته ته ولاړ شو،،.

فساد او د بې عدالتۍ پراخیدل هغه څه دي چې ځوانان تشویقوي چې منظم شي. خو، ضرور نه دی چې دوی دې د خپل نیکونو په څیر په کمونست ګوند کې د شمولیت له لارې دا کار وکړي.

انډري کلېچکوف د روسیې په ولسي جرګې یا ډوما کې د کمونسټ ګوند مشر دی. هغه وویل،،داسې هم نه دی چې هرڅوک دې د شوروي اتحاد بیرته جوړیدل غواړي. خو د ټولنې په اړه مطالعات ښيي چې په ډیر شمیر ځوانانو کې د سوسیالیزم، ټولنیزعدالت ، او د شوروي په اړه مثبت نظریات پيدا شوي دي،،.

د روسیې کمونست ګوند په پام کې لري چې د ۲۴ کلنو وروسته یو ځل بیا نوی مشر وټاکي.

یو کاندید خو کیدای شي چې کلېچکوف، وي چې یو وخت د مسکو د ښاروال د څوکۍلپاره د ګوند کاندید و. خو هغه وايي چې د ګوند کانګره به تصمیم نیسي. هغه وویل،،دا چې د ګوند مشر به څوک وي، دا به د ګوند کانګره ټاکي. او، کانګره به په نږدې راتلونکي کې، یانې د مي په ۲۷ نیټه، خپل تصمیم ونیسي،،.

ډیر لږ خلګ دا تمه لري چې د نوي نسل د رهبرۍ سره به د کمونسټ ګوند، چې یو وخت د لینین انقلابي ګوند و، د روسیې حاکمانو ته یو رښتونی چلینج وي.

کمونسټ ګوند د روسیې په ډیرو داخلي موضوعاتو او نږدې په ټولو بهرنیو موضوعاتو کې د کرملین ملاتړ کړی دی.

Facebook Forum