BBC
 شاته

امریکا کې توکمپالي پر مسلمانو نجونو برید کړی

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption په برید کې وژل شوی ګواښګر ټالیسن میردین نامکای مشه

په لوېدیځه امریکا کې یوه سپینپالي پر دوو مسلمانو نجونو مرګونې برید کړی، چې له امله یې دوه ګواښګر وژل شوي او یو شمير نور ټپیان دي.

مسلمانو نجونو ته په برید کې زیان نه دی اوښتی، خو د یوه وژل شوي ګواښګر مور وايي، زوی یې اتل دی.

کیسه داسې وه چې د جمعې په ورځ (مۍ ۲۶مه) د لویديځې امریکا په اورګان ایالت کې یوه سپینپالي (جرمي جوزف کریسټین) په اورګاډي کې نژادي او مذهبي سپکې سپورې وویلې او بیا یې پر دوو مسلمانو نجونو چې یوې یې حجاب اغوستی و، برید وکړ.

(ټالیسن میردین نامکای مشه) او یو بل ملګری یې (ریکي جان بست) د بریدګر مخې ته ودرېدل، بریدګر په چاکو ووهل او دواړه یې ووژل.

د امریکا څارګرې له داعشي قومندان سره واده کړی

امریکا کې د "بلا" نومي قاتل لټه روانه ده

لویزیانا کې د پولیسو لخوا د تورپوستي پر وژل کېدو د اعتراضونو دوام

د شاهدانو په خبره، هغه نجونې چې برید پرې وشو، د اورګاډي له درېدو سره سم د پېښې له ځایه له تښتېدلې دي.

له نجونو د یوې پلار اورګانین ورځپاڼې ته ویلي، نجونې کوچنۍ دي، د هغوی د راتلونکي د خوندیتابه لپاره ستونزمنه ده هویت یې په ډاګه شي.

اوس د ښاغلي نامکای مور وايي، زوی یې اتل دی: "زوی مې تېره ورځ له یوه توکمپالي څخه د دوو مسلمانو نجونو د ژغورنې له امله ووژل شو. زوی به مې د هغه اتل په څېر د خلکو په زړونو کې و اوسي چې له شیطانو سره مبارزه کوي. زما ګرانه زویه! ډېره مینه در سره لرم. "

توکمپالي پر دغو دوو وژل شويو سربېره څو نور کسان هم ټپیان کړي دي.

له ښاغلي نامکای سره هممهاله وژل شوی، پخوانی پوځي ۵۳ کلن (ریکي جان بست) دی چې څلور اولادونه ترې پاتې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption بریدګر (جرمي جورف کریسټین) ۳۵ کلن دی چې دمګړۍ د وژنې په تور زنداني دی

بریدګر (جرمي جورف کریسټین) ۳۵ کلن دی چې دمګړۍ د وژنې په تور زنداني شوی دی.

پولیس وايي، نوموړي په تېر کې هم د توکمپالنې په جرایمو کې ښکېل پاتې شوی دی.

د ساټرن لایو څېړنیز بنسټ یوه څېړونکي چې د توکمپالنې پېښې څاري ویلي، ښاغلي کریسټین پر خپله فیسبوکپاڼه هم افراطي او توکمپالي باورونه خپاره کړي دي.

ځايي رسنیو هم نوموړی د توکمپالنې په ناروغۍ چې سپین پوستي تر نورو غوره بولي، اخته بللی دی.

له ښاغلي کریسټین اخیستل شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې نوموړی د نازی هټلر په دود سلامي کوي.

د پېښې په ځای کې شته کسانو پولیسو ته دا خبره هم کړې چې بریدګر د برید پر مهال نارې وهلې چې"مسلمانان باید مړه شي."