شاته

امریکا د پاریس په تړون کې د پاتې کیدو ژمنه و نکړه

د اوو سترو صنعتي هیوادونو ډلې نن شنبه( مۍ ۲۷) وویل چې له متحده ایالاتو سره د اقلیمي بدلون په اړه د خپلو اختلافاتو په لیرې کولو کې پاتې راغلي دي.

خو په اعلامیه کې راغلي چې د اوو له جملې نه شپږو هیوادونو کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا او برتانیا به ژر د پاریس د تړون عملي کولو لپاره "یو ځل بیا به په خپلو ژمنو ټینګار وکړي."

په داسې حال کې چې دغو هیوادونو د پاریس د تړون ملاتړ کړی، د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وايي چې په راتلونکې اونۍ کې به ددې تړون د ملاتړ کولو یا نه کولو په اړه پریکړه وکړي.

هغه په ایټالیا کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو د سر مشریزې په پای کې په خپل رسمي ټویټر کې ولیکل "زه به د پاریس د تړون په اړه په راتلونکې اونۍ کې پریکړه وکړم."

د دغې غونډې په څنډو کې د المان صدراعظمې انګیلا مرکل وویل چې د جې-اوه ډلې شپږو هیوادونو له ښاغلي ټرمپ نه غوښتي دي چې د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس د تړون ملاتړ وکړي.

هغې وویل "ټولو ګډون کوونکو د امریکا ولسمشر ته بیلابیل دلایل وړاندې کړل چې متحده ایالات باید په دغه تړون کې پاتې شي. دا یو جنحالي موضوع وه، خو ډیره ګټوره وه."

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ددې غونډې له پیل کیدو نه مخکې غوښتل چې د نړۍ د صنعتي هیوادونو له مشرانو سره په خپله لومړنۍ غونډه کې د شمالي کوریا او ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي.

هغه وویل "زمونږ ځانګړی تمرکز به د شمالي کوریا په ستونزه وي. دا یوه ستره ستونزه ده، نړیواله ستونزه ده او دا به حل شي."

خو د اروپايي مشرانو نورې مفکورې درلودې. هغوی غوښتل چې ولسمشر ټرمپ به د پاریس د تړون د رعایت کولو په اړه ژمنه وکړي چې یو وخت یې دا یوه ټوکه بللې وه.

د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلاد یونکر وویل چې د پاریس موافقه باید په بشپړه توګه عملي شي. سره له دې چې ښاغلي ټرمپ ددې تړون په اړه ملحوظات درلودل، خو ټولو لوریو څرګنده کړه چې دغه خبرې ښې روانې وي.

د بریتاینا صدراعظمې ټریسا مې وویل چې امریکا د دغو موضوعاتو په اړه پر خپل موقف غور کوي، خو هغې زیاته کړه چې په دې کې هیڅ شک نشته چې د اقلیمي بدلون موضوع ډیر اهمیت لري.

کډوال او اقتصاد

مهاجرین او تجارت د غونډې د اختلاف نور ټکي وو. په سیسلي کې دغه سرمشریزه ددې لپاره جوړه شوې وه چې هلته له سوریې او شمالي افریقا نه زیات شمیر مهاجرین رسیدلي دي.

په دې اړه د آکسفام موسسې کارکوونکو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له جي-۷ هیوادونو نه وغوښتل چې د خپلو پولو د تړلو پر ځای نوي مهاجرین و مني.

دا موسسه اندیښنه لري چې یوازې امنیت او د پولو کنټرول ددې ستونزې حل نه دی، بلکه وايي چې بډایه هیوادنه باید د خوندي لارو، د کورنیو د یو ځای کولو او د بشري ویزو په څیر د اوږدې مودې د ستراتیژیو له لارې د مهاجرت ستونزه هواره کړي.

په ایټالیا کې د آکسفام د موسسې مشر رابرتو باربیري وویل "مهاجریت یوه ستره ستونزه ده، ځکه چې پنځه شپیته میلیونه خلک بې ځایه یا مهاجر شوي دي. دلته زیات تمرکز پر امنیت شوی دی، خو د جې-۷ هیوادونه باید د اوږدې مودې اقداماتو په اړه فکر وکړي."

د جي-۷ په اعلامیه کې پر هغې ژمنه ټینګار شوی چې آزاد بارزارونه خوندي شي او د داخلي تولیداتو د استعمال پر ضد مبارزه وشي، خو له دې سره د سوداګرۍ د غیرعادلانه کارونو مخه هم ونیول شي.

د جي-۷ په اعلامیه کې د جنوبي او ختیځ چین په سمندرګي کې د لانجمنو تاسیساتو د غیر پوځي کولو لپاره غوښتنه شوې ده.

د جي-۷ ډله دې ته تیاره ده چې که شمالي کوریا له ټولو آټومي پروګرامونو څخه لاس وانخلي، پرخلاف به یې اقدامات لا زیات کړي.

اعلامیه همداراز وايي چې په اوکراین کې د حالاتو له غوښتنو سره سم د روسیې پرخلاف به نور بندیزونه هم ولګوي.

Facebook Forum