د جنسي تېري په تړاو د ټوکې له کبله د فیلیپن پر ولسمشر نیوکې
د فیلیپین پر ولسمشر د هغې ټوکې له کبله نیوکې شوې، چې پوځیانو ته یوې وینا کې یې پر ښځو د جنسي تېري په تړاو کړې.
د دغه هېواد سویل کې پوځ ته د چارو کنترول ته له ورکولو وروسته نوموړي د سرتېرو یوه کمپ کې د وینا پر مهال هغوی ته ویلي و، چې پر درېیو ښځو جنسي تېری کولای شي.
د کاندید کېدو له مهاله راهیسې دا درېیم ځل دی، چې رودرېګو دیوتیرت د جنسي تېري په تړاو ټوکې کوي او پرې نیوکې کېږي.
د فلیپین د ولسمشر نامناسبې څرګندونې، ولسمشر اوباما لیدنه لغو کړه
فلیپین ولسمشر: خدای سره مې ژمنه کړې چې سپکې سپورې به نه وايم
د بشري حقونو یوه سازمان ویلي، د نوموړي څرګندونې (ځورونکې) دي او چیلسي کلینټن بیا یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې د جنسي تېري موضوع ټوکه نه ده. دیوتیرت ویلي:
"د دې خبرې له کبله به زنداني شم. که تاسې پر درېیو ښځو جنسي تېری کوئ، زه به ووایم، چې ما کړی، خو که تاسې له څلورو سره واده وکړئ، وهل ډبول کېږئ به "
د بشري حقونو څار ادارې (هیومن رایټس واچ) ویلي، د ولسمشر څرګندونې د ټوکو یو ناوړه انداز دی او پوځیانو ته یوه اشاره ده، چې ګواکې د پوځي کنترول پر مهال کولای شي له بشري حقونو سر غړونه وکړي.
تېر کال نوموړي د ۱۹۸۹ یوې پېښې یادوونې پر مهال د ټوکې په انداز ویلي و، چې دی د هغې سیمې ښاروال و، چې په کې پر استرالیايي مبلغینو جنسي تېری شوی و او دی باید 'د جنسي تېري لپاره له ټولو مخکې کتار کې درېدلی وای. '