شاته

ترمپ د نړۍ مسلمانانو ته د روژې مبارکي وویله

سپینې ماڼې د روژې د میاشتې د رارسیدو په مناسبت د امریکا د جمهور رئیس دونالد ترمپ د مبارکۍ اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې ولسمشر ترمپ مسلمانانو ته د روژې مبارکي ویلې او روژه یې هغه میاشت بللې چې په کې مسلمانان په عبادت او خیریه کارونو ډیر تمرکز کوي هغه ویلي" د روژې روحیه به زمونږ مشترک مسئولیت چې د تاوتریخوالي له منځه وړل، د سولې راوستل او د جګړې له امله له زیانمن شوو او بیوزلو سره مرسته ده ، لا پیاوړې کړي".

هغه په خپل پیغام کې کې په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ له مشرانو سره د خپلو لیدو کتو یادونه کړې او زیاته کړیې ده چې له خپلو مسلمانو متحدینو سره په لیدو کتو کې یې د تروریزم پرضد پر کلک مشارکت ټینګار وکړ" زه خپل هغه پیغام یو ځل بیا تکراروم چې په ریاض کې مې د اسلامي هیوادونو مشرانو ته ورساوه، امریکا به تل له خپلو شریکانو سره د تروریزم او د تروریزم هڅوونکې آیډیالوژۍ پرضد ودریږي".

ترمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پروخت په مسلمانانو توندې نیوکې کولې.

هغه همدارنګه د خپل جمهوري ریاست د پیل په لومړۍ میاشت کې امریکا ته د اوه اکثریت لرونکو مسلمانو هیوادونو د اتباعو په راتګ بندیز ولګاوه.

خو نوموړي خپل لومړنۍ بهرنی سفر په دې وروستیو کې سعودي عربستان ته چې د مسلمانانو لپاره د حرمینو د موقعیت له امله مهم اسلامي هیواد بلل کیږي، پیل کړ.

Facebook Forum