BBC
 شاته

'شل اوریزو لوبو کې د لوبڅار پرېکړې ننګولو سیسټم فعالیږي'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه سسټم ۲۰۰۹ کال کې ټیسټ لوبو او ۲۰۱۱ کال کې یوه ورځنیو لوبو ته فعال شوی و

د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي، ښايي شل اوریزو سیالیو کې د لوبڅار پرېکړې ننګولو سیسټم فعال کړي.

دغه سیسټم چې ډي ار ایس یا 'د پرېکړې ننګونې نظام 'بلل کېږي دا مهال په یوه ورځنیو او ټیسټ لوبو کې فعال دی. '

د وړاندیزونو له مخې داسې احتمال شته، چې د ۲۰ اووریزو سیالیو پر مهال د لوبڅار پرېکړې ارزونې سیسټم (ډي ار ایس) وړاندې شي.

اوسمهال د ټیسټ لوبو هرو ۸۰ اوورنو کې دوې نابریالۍ ارزونې او د یوې ورځنیو لوبو هره پاړۍ یا اننګ کې د یوې دغه ډول ارزونې اجازه شته.

که تایید شي دغه سیسټم به د اکتوبر له لومړۍ نېټې فعال شي.

افغانستان د ټیسټ لوبډلې مقام ته نژدې شوی

ای سي سي د کرېکټ لوبو لپاره پاکستان ته څارونکي نه استوي

د کرېکټ اکاډیمۍ جوړولو لپاره د ای سي سي مرسته

د ای سي سي ۱۵ کسیزه پیاوړې کمېټه کې چې د هندۍ لوبډلې روزونکی انیل کمبلې یې مشري کوي یو شمېر وتلي پخواني لوبغاړي شامل دي.

د انګلستان کرېکټ ادارې مشر اندریو سټراووس، مهیلا جې وردهنې، راهول ډراویډ او د اسټرالیا لوبډلې روزونکی ډارین لیهمان هم دغه کمېټه کې شامل دي. دوی روانه اونۍ لندن کې غونډې کړې او انیل کمبلې یې په اړه وايي:

''موږ له څو ورځو راهیسې د کرېکټ په اړه خورا مهمې خبرې کړې او ځینې مهمې خبرې لرو. ''

دوی د ایم سي سي د سره کارت پالیسي تقلید او د لوبغاړو سخت بد چلند له کبله د ټپي کېدو په صورت کې له لوبغالي د لوبغاړي شړلو واک لوبڅار ته ورکولو وړاندیز هم کړی.

نورو ټولو سر غړوونو صورت کې به د ای سي سي له اصولو سره سم چلند کېږي.

کمیټۍ دغه راز د کرېکټ بېټ د سور او ساره یا پنډوالي معلومولو لپاره هم د حد معلومولو وړاندیز کړی دی.