شاته

طالبانو بیا د کندهار په شاولي کوټ کې د افغان پوځ په مرکز برید کړی

کندهار شاولي کوټ کې افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تیرې شپې په جګړه کې دواړو غاړو ته د سر درون زیان رسیدلی دی.

په کندهار کې امنیتي چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه په زیات شمیر طالب وسله والو د دغه ولایت د شاولي کوټ د ولسوالۍ زنګیان په سیمه کې د افغان پوځ په یو مرکز پراخه بریدونه وکړل جې له امله یې د ملي اردو شپاړس سرتیري وژل شوي او په همدې شمیر نور ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د پولیسو ویاند ضیا دراني امریکا غږ ته د تیرې شپې جګړه تائید کړې ده او ویلي دي چې په دې جګړه کې ۲۷ طالب وسله وال وژل شوي چې شلو تنو مړي یې لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي.

د رپوټونو له مخې طالب وسله والو په دې جګړه کې د ملي اردو څلور سرتیري له ځان سره وړي دي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې په جګړو کې یې د افغان پوځ ۳۵ سرتیري وژلي او اته نور یې یې ژوندي نیولي دي.

همداشان طالبانو په دې جګړو کې د افغان پوځ د دریو پوستو د نیولو ادعا کړې چې د کندهار امنیتي ځواکونو چارواکو بې اساسه بللې ده.

طالبانو په دې نښتو کې د خپلو دریو وسله والو د وژلو او اوو نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.

دا په تیره یوه اونۍ کې دوهم ځل دي، چې وسله وال طالبان د کندهار د شاولي کوټ په ولسوالۍ کې د افغان پوځ په مرکزونو برید کوي.

په تیر برید کې هم دواړو غاړو ته د سر درون زیان رسیدلی وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

Facebook Forum