BBC
 شاته

" افغانستان کې د ورانکارۍ او ترهګرۍ ریښه پاکستان کې ده"

شرق اوسط:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اشرف غني وايي، له ترهګرۍ باید یو ډول تعریف وشي.

له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې شرق اوسط له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره مرکه کړې چې د پنجشنبې په ګڼه کې خپره شوې.

ښاغلی غني سعودي عربستان ته په سرمشریزه کې د ګډون لپاره تللی و او دغې ورځپاڼې ته یې ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ د یوه قرباني هېواد په توګه ټینګار کوي چې د ترهګرو د مخنیوي لپاره باید چټک ګامونه پورته شي.

ښاغلي غني ویلي پکار ده چې ترهګرۍ ته یو تعریف وپیژندل شي ، د ښه او بد ترهګرو ترمنځ توپیر ونه شي ، داسې معیارونه وټاکل شي چې له ترهګرۍ د دولتونو د ملاتړ څرنګوالی مشخص کوي او د بې وزلۍ او بیکارۍ د پای ته رسولو لپاره باید کوټلي ګامونه پورته شي.

ښاغلي غني ویلي په افغانستان کې د ورانکارۍ او ترهګرۍ ریښه په پاکستان کې ده.

له افغان ولسمشر سره مرکه کوونکي خبریال ویلي یواځې هغه وخت یې د ښاغلي غني په څیره کې خوشالي ولیدله چې کله یې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د را ستنیدو خبره کوله.

شیکاګو ټریبیون:

شیکاګو ټریبیون ورځپاڼه لیکي چې دیموکرات سناتور ادم کینزینګر افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکا په پام کې لري چې افغانستان ته تر پنځو زرو نور سرتیري واستوي.

ښاغلي کینزینګر په افغانستان کې د عملیاتو د پراخیدو غوښتنه هم کړې ده.

ورځپاڼه وایي چې دغه سناتور په افغانستان کې د پیلوټ په توګه هم دنده ترسره کړې ده او افغانستان ته یې ډیر سفرونه کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان هم د څو زرو سرتېرو غوښتنه کړې وه.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د فډرالي څیړنو اداره ایف بي ای د ټاکنو پرمهال د ولسمشر ټرمپ د کمپاین او د روسیې ترمنځ د احتمالي اړیکو په برخه کې د څېړنو په تړاو اوس ډیر تمرکز د ښاغلي ټرمپ پر سلاکار جیریډ کوشنیر کوي.

ښاغلی کوشنر چې د ولسمشر زوم هم دی ورځپاڼې پیاوړی او اغیز لرونکی سلاکار بللی.

ورځپاڼه زیاتوي چې باخبرو سرچینو ورته په دې اړه معلومت ورکړي دي. په رپوټ کې ویل شوي چې ښاغلی کوشنر د ۲۰۱۶کال د ټاکنو پرمهال په امریکا کې د روسیې له سفیر او له مسکو له یوه راغلي بنکر سره کتلي دي.

هندیو ورځپاڼو ډېرې برخې په واک کې د دغه هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي د درې کلونو بشپړیدو ته ځانګړې دي.

په دې اړه The Times of India لیکي چې د ښاغلي مودې د واکمنۍ پرمهال په اقتصادي او ټولنیز چارو کې د دولت رول د پام وړ و.

د بي جي پي ګوند مشر امیت شاه هندو ورځپاڼې ته ویلي چې د ښاغلي مودې د واکمنۍ پرمهال حکومت په پرمختیايي چارو کې توپيري چلند نه دی کړی.

سنډې ټایمز:

د انځور حقوق .
Image caption سلمان عبیدي چې د مانچسټر بریدګر بلل کېږي.

بریتانوۍ ورځپاڼه سنډې ټایمز لیکي چې په مانچسټر کې ځانمرګي بریدګر لږ تر لږه له یوه کال راهیسې د دغه برید لپاره په تیاري بوخت و.

ورځپاڼه زیاتوي چې په سلمان عبیدي پیچونه او میخونه په مانچسټر کې له یوې مغازې تر لاسه کړي و. په رپوټ کې ویل شوي چې دغه بریدګر یو کال وړاندې یو بانکي حساب جوړ کړی او د همدې اکاونټ له لارې یې هغه شیان اخستي و چې په ځان پورې تړلي بم کې یې کارولي و.