افغانستان کې د شنبې په ورځ روژه ده
د افغانستان ستره محکمه وايي، د شنبې په ورځ روژې لومړۍ ورځ ده.
د سترې محکمې چارواکو د افغانستان له ملي رادیو تلوېزون د جمعې په شپه د خبرتیا په خپرولو سره وویل، چې د پنجشنبې په ورځ یې میاشت ونه لیدله: "د میاشتې نه لیدلوله امله د جمعې ورځ د شوال دېرشمه او د شنبې ورځ به د رمضان لومړۍ نېټه وي".
په عربي نړۍ کې سعودي، اماراتو، کويت، يمن او لبنان هم اعلان کړی چې د مې ۲۷ مه به د روژې لومړۍ ورځ وي.
* اروپا کې مسلمانان تر ټولو اوږده روژه نیسي
* پاکستان کې د روژې پر نوي قانون د بېنظیر بوټو د لور نیوکه
ترکیې هم ویلي چې شنبه په دغه هېواد کې د روژې اوله ورځ ده. په امریکا کې هم د شمالی امریکا فقه شورا ویلي چې د شنبې په ورځ به د روژې لومړۍ ورځ وي.
په برتانیا، اروپا او اسټرالیا کې به هم مسلمانان د مۍ پر ۲۷ روژه پیلوي.
مصر، اردون، عمان، سوېلي افریقا، نایجریا او پاکستان ویلي، چې د جمعې په ورځ به د میاشتې له کتلو وروسته پرېکړه کوي چې د شنبې که یکشنبې په ورځ روژه پیل کړی.
د سولې او رحمت میاشت
دینپوهان روژه د سولې، بښلو، د یو بل د زغملو او رحمت میاشت بولي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو هم د یو بیان په خپرولو سره د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې په روژه کې اوربند وکړي.
"د ملګرو ملتونو په استازۍ ټولو افغانانو ته په کور د ننه او بهر د ښې روژې هیله لرم".
* روژه شوه تېره د اختر مبارکي ده
* يهودی چې له مسلمانانو سره روژه و
نوموړی په اعلامیه کې هیله ښيي چې دا روژه به د افغانانو ترمنځ د نږدېوالي او سولې لپاره یو ګام وي.
"زه پر ښکېلو اړخونو غږ کوم چې اسلامي اصولو ته په درناوي، جګړه ودروي".
د یوناما دا وړاندیز په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي.
میاشت لیدل
د سپوږمیز کال میاشتې ۲۹ یا ۳۰ ورځې وي، او د هرې میاشتې په ۲۹ نېټه که میاشت ونه لیدل شي، نو دغه تېرېدونکې میاشت۳۰ ورځې وي.
د روژې میاشتې د پیل لپاره سعودي عربستان او نور ډېر اسلامي هېوادونه له تروېتون کار اخلي. له هغه وروسته د هر هېواد ستره محکمه پرېکړه کوي چې روژه به کله پیلېږي.
د زېږیز کال له مخې روژه هر کال ۱۰ یا ۱۲ ورځې مخته راځي.
روژه د سهار د ملا اذان سره پېلږي او ماښام د ملا اذان سره ماتېږي، خکه د ځمکې جوړښت ته په پام په مختلفو هېوادونو کې د روژې د نیولو وخت هم توپیر لري.
همدغه توپیر ته په پام تېر کال په نړۍ کې د روژې وخت د ۱۱ او ۲۲ ساعتونو ترمنځ و، خو سږ کال به د ۱۰ او ۲۱ ساعتونو ترمنځ وي.