افغان فوټبال لوبډله د تمرین لپاره متحده عربي اماراتو ته ځي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله راتلونکې دوشنبه د تمرین لپاره متحده عربي اماراتو ته ځي او له مالیدف او کمبوډیا سره دوستانه لوبې کوي.
د فوټبال فدراسیون فني او تخنیکي مسوول طاهر روفي بي بي سي ته وویل، افغان لوبډله به له تمرین وروسته په دوبۍ کې له مالدیف سره دوستانه لوبه وکړي:
"بیا به د اسیایي ملتونو جام ته د رسیدو په لومړني پړاو کې له کمبودیا سره د سیالۍ ډګر ته ووځي".
* فوټبال: افغان ښځینه لوبډله له هندي لوبډلې سره لوبېږي
* افغان فوټبال ملي لوبډله د اتلولۍ دفاع لپاره د لوبې ډګر ته ځي
د طاهر رووفي په خبره، د افغان فوټبال ملي لوبډله د جون په شپږمه له مالیدف سره دوستانه لوبه لري او بیا د جون پر ۱۳ د اسیايي ملتونو جام ته د رسېدو په لومړنیو سیالیو کې له کمبوډیا سره د لوبو ډګر ته ودانګي.
د اسیایي ملتونو جام ته د رسیدو لپاره افغانستان په خپل ګروپ کې له ویتنام، کمبودیا او اردون سره لوبې لري چې له ویتنام سره یو-یو مساوي شوې، خو له کمبودیا او اردون سره یې لا لوبې پاته دي.