د افغان ملي اردو ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۵ ټپیان دي
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري منلې چې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۵ ټپیان دي.
نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې وسلوالو طالبانو دا برید تېره شپه کړی دی.
"شاه ولیکوټ کې طالبانو د شپې یوه نیمه بجه پر ګارنېزون برید کړی و، له بده مرغه افغان سرتيرو ته یي مرګ ژوبله اړولې ده".
* 'د کندهار د والي اشپز طالبانو ته معلومات ورکول'
* کندهار کې ایرانی وګړی د 'جاسوسۍ' په تور نیول شوی
* ناټو د جګړییزو عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، افغانستان کې څه کوي؟
د ښاغلي وزیري په خبره، دا برید ډېرو وسلوالو کړی و، ځکه دوی ته هم "درنه" مرګ ژوبله اوښتې او "مړي ترې پاتې دي".
وسلوالو طالبانو هم د برید مسوولیت منلی دی.
وړمه شپه هم وسلوالو طالبانو د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو پر څو پوستو بریدونه.
د ځايي چارواکو په خبره،د طالبانو په هغه برید کې درې افغان ځواکونه وژل شوي او ۸ ټپیان شوي دي.
"د کندهار د کمزوري کولو هڅې"
دا بریدونه په داسې مهال دي چې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې ځینې کړۍ له هلمند او روزګان وروسته د دغه ولایت کمزوري کول غواړي.
نوموړي د چا نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې په افغان حکومت کې دا ډول کړۍ دي.
هغه دغه څرګندوني په هغه غونډه کې وکړې، چې له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د سویلي زون د سلګونو ځايي شرانو سره جوړه شوې وه.
جنرال عبدالرزاق د ملي یووالي پر حکومت تور پورې کړ، چې د افغانستان د جنوبي ولایتونو سیاسي او نظامي مشران په یو او بل نوم له ډګر لرې کوي.
هغه پر حکومت تور ولګاوه، چې په واک کې یې د کندهار او ور څېرمه ولایتونو خلکو ته "مناسبه" برخه نه ده ور کړې.
نوموړي ګوت څنډنه وکړه ، چي له مرکزي حکومت څخه په هربیه چي وي خپل حق غواړي .