کویټ کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکې کوتره
په کویټ کې رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد د ګمرک چارواکو د نشه يي توکو قاچاق وړونکې کوتره نیولې ده.
د کویټ ورځپاڼه الرای وايي، د کوترې په شا میناتوري شوې کڅوړه کې ۱۷۸ داسې ګولۍ موندل شوې، چې پر کارولو یې بندیز دی.
د ورځپاڼې د رپوټ له مخې دا کوتره د عراق پولې ته څېرمه ابدالي سیمه کې د ګومرک له ودانۍ سره نږدې نیول شوې ده.
* هغه کوترې او مږې چې ناروغي پېژندلی شي
* اوس به کوترې هم د انسانانو معاينه کوى شي!
د الرايي یو خبریال وایي، له کوترې ترلاسه شوې ګولۍ د کتامین ( بې هوشه کوونکو) درملو له ډلې دي او په بې قانونه ډول په مېلمستیاوو کې هم کارول کېږي.
عبدالله فهمي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، د ګمرک چارواکي لا د مخه په دې پوهېدل چې د کوترو په مټ نشه يي توکي قاچاق کېږي:
"خو دا لومړی ځل دی چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکې کوتره نیول کېږي".
د کوترو له لارې د قاچاق پېښې
په نورو هېوادونو کې هم قانون پلي کوونکو چارواکو داسې پېښې رپوټ کړې چې کوترې پکې د سپکو او خورا لوړې کچې نشه يي توکو د قاچاق لپاره کارېږي.
پر ۲۰۱۵کال د کوسټاریکا د یوه بند ساتونکو محبس ته د کوکاین او چرسو لېږدوونکې کوتره نیولې وه.
د دې کوترې پر شا هم ځنځنیري کڅوړه تړل شوې وه، چې له نشه يي توکو ډکه وه.
* یوه کوتره په څلور سوه زره ډالره وپلورل شوه
* په هرات کې د صحرايي مرغانو ځالې کمې شوي
پر ۲۰۱۱ کال د کولمبیا چارواکو داسې کوتره نیولې وه، چې د نشه يي توکو د ډېر بار له امله د بند پر دېوال اوښتلی نه شوه.
پر دې سربېره د هند پوله ساتو د داسې کوترو د نیولو دعوه کړې چې د پاکستان له پولو ور اوښتلې او د څارګري لپاره کارېدلې.
کوترې له ډېر پخوا او ان د رومیانو واکپېر کې د پیغام اولیک وړلو لپاره کارېدلې، ځکه دوی د په نښه شوي ځای موندلو او خپل کور ته د ستنېدلو خورا ښه وړتیا لري.
کوترې له سلګونو کیلومتره لرې واټن هم خپل کور موندلی شي.