BBC
 شاته

سعودي عربستان له مسلمانو هېوادونو بښنه وغوښتله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې سرمشریزه کې د پاکستان لومړي وزیر ته د خبرو وخت ور نه کړل شو او د امریکا ولسمشر هم ور سره ونه لیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا وایي، د سعودي عربستان چارواکو د هغو مسلمانو هېوادونو له مشرانو بښنه غوښتې چې اسلامي- عربي- امریکايي سرمشریزه کې د وینا وخت ور کړل شوی نه و.

په اسلام اباد کې اونیزې خبرغونډې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي زیاته کړه: "موږ ته ویل شوي و، چې د ماښام لنډ تنګ وخت له امله داسې وشول".

* سعودي عربستان ته د ډونلډ ټرمپ سفر

* "ټرمپ ولې سعودي کې له نواز شریف سره ونه کتل!"

د نفیس ذکریا په خبره، د نږدې ۳۰ اسلامي هېوادونو مشرانو ته وینا کول پکار و، خو د وخت د کمي له امله د سعودي پاچا، د امریکا ولسمشر او څو نورو مشرانو خبرې وکړې:

"له دې امله د سعودي عربستان چارواکو په شخصي ډول له هغو مشرانو بښنه وغوښتله چې د خبرو وخت ور نه کړل شو".

د ټرمپ وینا او د پاکستان شکونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ دې سرمشریزې ته وینا کې. د ترهګرۍ ضد جګړه کې نه د پاکستان رول یاد کړ او نه یې له ترهګرۍ زیانمن هیېواد وباله.

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف هم د هغو مشرانو له ډلې و، چې اسلامي- عربي- امریکايي سرمشریزه کې یې د خبرو وخت ترلاسه نه کړ.

په دې دلیل د پاکستان رسنیو، خواله رسنیو او اپوزیسیون ګوندونو د دغه هېواد بهرنۍ پالیسي ناکامه وبلله.

* ټرمپ سعودي عربستان کې د میلیاردونو ډالرو هوکړې کړې

* ټرمپ "د سخت دریځۍ ضد مبارزې ته د مسلمانو هېوادونو ملاتړ غواړي"

پر دې سربېره د امریکا ولسمشر په دغه سرمشریزه کې د وینا پر مهال د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د رول یادونه ونه کړه او نه یې هم له ترهګرۍ د زیانمنو هېوادونو په نوملړ کې هم پاکستان نوم واخیست.

دې چارې د اسلام اباد په تړاو د واشنګټن د نوې ادارې د سیاست او دریځ په هکله په پاکستانۍ ټولنه کې شکونه پیدا کړي دي.

"د پاکستان لپاره شرم"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په سعودي عربستان کې اسلامي- عربي ـ امریکايي سرمشریزه.

د امریکا ولسمشر د سرمشریزې په اوږدو کې د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره هم ونه لیدل.

دې پېښې هم د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو ته چانس ور کړل، چې پر حکومت نیوکې وکړي.

د تحريک انصاف گوند مشر عمران خان پاکستانیو رسنیو ته ویلي، له لومړي وزير نواز شريف سره شوي چلند له امله پاکستانيان د شرم احساس کوي.

له سرمشریزې مخکې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي و هڅه کوي ولسمشر ټرمپ له ښاغلي شريف سره سعودي کې د غونډې په څنډو کې وگوري، خو په نامالومو دلايلو دا کتنه ونه شوه.